ټاکل سوې ده چي نن د چارشنبې په ورځ د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کريشنا اسلام آباد ته ولاړ سي او پر خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سربېره به د دې هيواد له ولسمشر او صدراعظم سره هم وويني.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي ايس ايم کريشنا به نن په يوه ځانګړې الوتکه کي اسلام آباد ته ورسېږي.
د هند د بهرنيو چارو له وزير سره په دې سفر کي شاوخوا پنځوس تنه خبريالان هم مله دي.