کور / تازه خبرونه / کندهار: نامعلومو وسله والو يو تن په ډزو وواژه

کندهار: نامعلومو وسله والو يو تن په ډزو وواژه

د کندهار ښار په زړه لومړۍ ناحيه کي يو تن د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري په ډزو ووژل سو، نوموړى کس حيات الله آغا نومېده او مخکي يې د کندهار د پنجوايي ولسوالي د معارف د مدير په حيث دنده لرله. د پيښي يو تن عيني شاهد غمي آغا د لراوبر سيميز همکار ته د ټليفون پر کرښه ويلي چي دى د خپل کور څخه د دوکان پر لور روان ؤ، چي دوو پر موټر سايکل سپرو کسانو چي مولونه يې وهلي ول پر يوه کس د اشرفيې مدرسې مخ ته ډزي وکړې او نوموړى يې وواژه. څه موده مخکي هم په ياده سيمه کي د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري د کندهار ښار د اطلاعاتو او کلتور رئېس ښاغلى عبدالمجيد بابى چي د خپل کور څخه د رياست پر لور روان ؤ په ډزو ووژل سو.
د يادوني وړ ده چي تر اوسه په دې اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي