د روسيې ولسمشر په مسکو کي د سفيرانو په يوه غونډه کي وويل ايران د اټومي وسلو جوړولو وړتيا درلودلو ته نژدې دئ. د ايران او روسيې تر منځ اړيکي هغه وخت ترينګلي سوې چي کله روسيې پر ايران باندي د نوو نړيوالو بنديزونو ملاتړ وکړ، که څه هم امريکا او لوېديځوال دا ګمان کوي چي د ايران اټومي پروګرام ټولي نړۍ ته خطر دئ، خو ايران تل وايي چي اټومي پروګرام يې سوله ايز دئ .