نن له غرمې مخكي دكندهار والي محترم پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا لخوا دكندهار ښار د اوو بابو ښوونځيو قراردادونه د ښوونځيو د مسؤلينو سره لاسليك سول.
دغه اوه بابه ښوونځي ټول په كندهار ښار كي موقيعت لري، پنځه بابه يې شپږصنفونه ، درې اداري خونې او دوه بابه يې اته صنفونه او څلور اداري كوټې لري ، د يادو ښوونځيو څخه به 1840 تنه زده كوونكي چي مخكي يې تر خيمو لاندي زده كړل كول ګټه پورته كړي.
پر ذكر سوو اوه بابه ښوونځيو تقريباً شپاړلس ميلونه او څلورسوه زره افغانۍ لګښت راځي چي ټولي يې د پوهني وزارت د انكشافي بوديجې څخه وركول كيږي، او ساختماني چاري يې د معارف رياست د انجينرانو ، د ښوونځيو د استادانو او كندهار ولايت مقام دانجينرانو تر نظارت لاندي پرمخ بيول كيږي او په متوسط ډول به يې كار دشپږو څخه تر اتو مياشتو په موده كي جوړ بشپړ او ګټې اخستني ته چمتو سي.
دكندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا د قراردادونو د لاسليك كول پر مهال د معارف رياست انجينرانو او قراداديانو ته وويل((بايد قرارداد سوي اوه بابه ښوونځى د انجينرى پر معيارونو برابري جوړي سي ځكه ددې مكتبونو څخه دهمدې ښار بچيان ګټه پورته كوي چي پخوا به يې تر خيمو لاندي ګرمى او يخ ته زده كړه كول او همدارنګه يې دپوهني د جليله وزارت څخه مننه وكړه چي په كندهار كي يې د داسي نيك كار اقدام وكړى.))
دپوهني رياست سرپرست رئېس نجيب الله احمدي دمكتوبونو په اړه وويل(( د روان كال تر پايه پوري به په كندهار ښار او ولسواليو كي پنځوس بابه ښوونځى جوړ او ګټي اخستني ته چمتو سي چي دا اوه بابه ښوونځي يې ښه بيلګه كيداى سي چي په دې سره به زيات په يو شمير ښوونځيو كي چي د تعميرونو كمبود يې درلودى حل سي.))