کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بهرنۍ مرستې: سېروم که سنډروم

بهرنۍ مرستې: سېروم که سنډروم

 



د کابل کنفرانس په درشل کې د دې موضوع څیړل ډیز ضروري بریښي، چې موږ پوه شو؛ څه ډول مرستو ته په کومو شرایطو اړتیا لرو


 


تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته شتمنو هیوادونو له بیوزلو ملتونو سره ۳,۲ ټریلیونه  (دوه زره درې سوه بیلیونه) ډالر مرستې کړې دي، چې یوازې یو ټریلیون (زر بیلیونه) ډالر د امریکا متحده ایالاتو برخه ده، خو د ملګرو ملتونو د سروې ګانو له مخې هغه ۷۰ هیوادونه چې بهرنۍ مرستې اخلي؛ تر پرونه نن ډیر بیوزلي او نیستمن دي؛ او ۴۳ هیوادونه یې د ۱۹۷۰ په نسبت بد تر شوي دي .


دا ډیره عالي انساني خبره ده چې وسمن له بې وسو سره مرسته وکړي، او هر انسان د بل انسان په غم غمجن شي، خو په عمل کې لا هم  زیاترو انسانانوپه زیاتره ظاهري ښو هېلو کې پټې توطیې پټې کړې دي . ښې هیلې او غوښتنې باید د پاکو، اغیزمنو او له فساد څخه پاکو حکومتونو د جوړلو سره موازي لاړې شي . د بامهارته کارکوونکو موجودیت، د قانون حاکمیت او د ملکیت د لرلو حق، باید ټولو ته موجود وي، او دا باید یقیني شي چې بهرنۍ مرستې د ملا ماتوونکو شرطونو سره یو ځای نه وي .


د بیوزلو هیوادونو لپاره بهرنۍ مرستې کله کله ډیرې ضرور وي، او بې له هغو د بې وزلو او اسیب لیدلو وګړو ژوند له منځه ځي، لکه تر جګړو او طبيعي آفاتو وروسته او د خطرناکو ناروغیو، اپيډيمي ګانو او د مهاجرتونو او بې ځایه کیدنو په وخت کې . خو انساني ورورولي او بشري همدردي لا اوس هم  زیاتره خواږه شعارونه دي او د بشري مرستوتر نوم لاندې زیاتره د هغو هیوادونو ګټې په پام کې نیول کیږي؛ چې مرستې ورکوي . بیوزلو هیوادونو ته بهرنۍ مرستې زیاتره:


§         له سختو شرایطو سره تړلې وي، او شتمن هیوادونه غواړي خپلې پالیسی ګانې پر بیوزلو هیوادونو وتپي .


§         زیاتره مرستې د وسلو او مهماتو د اخستلو لپاره ورکول کیږي . د وسلو اخستلو لپاره نظامي مرستې ډیرې ملا ماتوونکې دي، او زیاتره د میلیټارستي سیاستونو لپاره ورکول کیږي . امریکا به بهرنیو اردوګانو ته د امریکایي وسلو د اخستلو لپاره دغه ډول مرستې له ۵۰۰ میلیونو نه ۵۰۰۰ میلیونو ته لوړې کړي .


§         پر شتمنو هیوادونو د بیوزلو وابستګي رامنځته کوي، او دې ته یې اړ کوي چې له مرسته کوونکو هیوادونو نه خریداري وکړي، چې څو چنده ګرانې وي . (زیاتره له۲۵ نه تر ۴۰ سلنې پورې ګرانې وي) . د HIV/AIDS  درمل په افریقا کې له محلي سوداګرو نه په یو کال کې ۳۵۰ ډالر لګښت لري، خو د مرستو په بدل کې امریکایي درمل ۱۵۰۰۰ ډالر بیه لري .


§         سیمه ایز مارکېټونه تر اغیزې لاندې راولي او داخلي تولیدات زیانمنوي . مثلا : اریتریا کولای شول په خپلو داخلي امکاناتو د سرکونو شبکه وغزوي، خو چې بهرنۍ مرستې یې تر لاسه کړې، نو انجینر، کارپوه، مشاور او کارګر پرې هم د بهر نه تحمیل شول، چې ورته ډیر ضرر ناک وو. د امریکا ۷۰٪ مرستې له دې سره تړلي دي، چې د دوی تولیدات به اخلې .


§         مرسته اخستونکي هیوادونه د شتمنو هیوادونو د فرهنګ او ارزښتونو منلو ته مجبوروي .


§         دمرسته ورکوونکو هیوادونو د مالیه ورکوونکو په زیان وي، او پانګوالو ته یې ګټه رسیږي .


§         اروپایي اتحادیه خپلې مرستې له تروریزم سره جګړې ته ځانګړې کوي (هغه څه چې تعریف نه لري، یا تعریف شوی نه دی)


§         پر عراق د یرغل پر مهال امریکا د امنیت شورا ځېنې غړي (کامیرون، ګوینا او اکوادور) دې ته مجبور کړل چې د امریکا په ګټه رایه ورکړي، که نه د دغو هېوادونو تجارت او مرستې زیانمنیدې .


§         د بهرنیو مرستو تر ۵۰٪ زیاتې خیالي مرستې (Pantom Aid)  دي او په عمل کې هیڅ وجود نه لري .


په ۱۹۷۰ کال کې ملګرو ملتونو پریکړه وکړه چې شتمن هېوادونه به د خپلو ټولو تولیداتو (GNP_ Gross National Production or GNI – General National Income) 0.7%  بیوزلو ملتونو او هیوادونو ته ورکوي، خو تر اوسه لا دغه وعدې نه دي پوره شوي . په ۲۰۱۵ کې چې د MDG  (د ملګرو ملتونو د زریرې هدفونه) بایدتر لاسه شي، داسې نه ښکاري چې شتمن هیوادونه به خپلې ژمنې تر ۴۵ کلونو وروسته (په   ۲۰۱۵ کې) هم پلي کړي .


د ډالرو د شمیر په حساب د امریکا متحد آیالات د جدول په بر سر کې، خو د سلنې له مخې په تر ټولو ټیټه برخه کې دي، یانې د 0.7  پر ځای یې یوازې   0.18 مرستې کړي دي . ددې پر خلاف د سلنې له مخې سویډن د جدول په سر کې دی . دا ټولې مرستې تر هغو پېسو کمې دي، چې پانګوالو هیوادونو لویو کمپنیو ته تخفیفونه ورکړي دي .


د ملګرو ملتونو د دویمې پراختیایي لسيزې د نړیوالې پراختیايي ستراتېژۍ له مخې باید دغه مرستې:


§          بې قیدوشرطه وي،


§         کم تر کمه د ضروري شیانو د رانیولو لپاره وکاریږي،


§         د ټولنيزې او اقتصادي ودې سبب شي،


§         د مرسته اخستونکو هیوادونو ملي حاکمیت او خپلواکي تر اغیزې لاندې را نه ولي،


§         د اوږدې مودې لپاره وي؛ او د اغیزو تداوم یې یقيني وي،


خو په عمل کې لا هم:


§         بهرنۍ مرستې د مرسته ورکوونکو هیوادونو ستراتیژیکې ګټې تامینوي،


§         په مرسته اخستونکو هیوادونو کې د پیاوړو وګړو او ګروپونو د ګټو د تضمین لپاره پکاریږي،


§         د ناسمو بیو لرونکې شیان پرې اخستل کیږي .


مشهور اقتصاد پوه ویلیام استرلي په دې باور دی چې بهرنۍ مرستې د بیوزلو هیوادونو د پراختیا او انکشاف پروسه ټکنۍ کوي . دې وایي چې لویدیځ په تیرو پنځوس کلونو کې ۳،۲ ټریلیونه ډالر د بیوزلو هیوادونو سره د مرستې په نامه لګولي دي، خو په دې نه دي توانمن شوي، چې یو ماشوم د ۱۲ سنټه په بدل کې د ملاریا له امله له مړينې وژغوري، یوې کورنۍ ته د ۴ ډالرو په بیه پشه خانې برابرې کړي او په درې ډالرو د میندو ژوند وژغوري، چې د هغوی له امله هر کال لس میلیونه ماشومان مري . د ملګرو ملتونو د سرمنشي تر لاس لاندې د ټولنیز او اقتصادي کونسل مشر جو انتونیو اوکامپو هم په دې اند دی  چې دغه ډول مرستې د بېوزلو هیوادونو د انکشاف مخه نيسي، او د خصوصي سکټور زیاتره مرستې پانګوالو ته رسيږي .


افغانستان ته د بهرنیو مرستو د سیلاب په راپیلیدو له ټولو سره دا هیلې وې، چې ډیر زر به هیواد آباد او ولس به نیکمرغه شي .‎ خو پوه نه وو چې ۸۰٪ مرستې به بیرته په ډیر مرموز ډول هغو هیوادونو ته ځي، چې مرستې ورکوي، او په پاتې ۲۰٪ کې به نیمې غلا کیږي، پاتې به نیمې د مامورینو تنخوا او یوازې ۵٪ به خلکو ته رسیږي . په دې پیسو به عادي ټیکه داران په دوبۍ، واشنګټن، لندن او نورو ښارونو کې ځمکې او جایدادونه اخلي، خو بیوزلي افغانان به نور هم بیوزلي کیږي، او د نوي مصرفي کلچر تر بار لاندې به یې ملا نوره هم ماتیږي .


په ځینو هیوادونو کې چې حکومتونه یې مسلکي او با کفایته دي، له بهرنیو مرستو ښه او اغیزمنه ګټه اخلي، او یوازې هغه مرستې جذبوي، چې د دغو هیوادونو له دوامدار انکشاف سره مرسته کوي او د نتیجو تداوم یې حکومتونه ساتلی شي .


د هندوستان هیواد اوسني لومړي وزیر من موهن سنګ ډیرې داسې پروژې رد کړي دي، چې دغه ځانګړنې یې نه درلودې . په بنګله دیش کې هم ډیرې بهرنۍ مرستې په نوښتیزو پروژو لګول شوي او د دې مخنیوی شوی دی، چې تر ښو یې بدې اغیزې زیاتې وي .


کله چې انسان ناروغ وي درملواو سیروم ته ضرورت لري .بهرنۍ مرستې باید هم یوازې دشدیدې اړتیا له مخې واخستل شي، لکه سیروم چې د ناروغتیا په وخت کې اخستل کیږي، خو که نورې اړخیزې اغېرې یې تر ګټو زیاتې وي، نو بیا د سنډروم شکل غوره کوي، چې د ټولنې د ژوند بیلابیلې برخې زیانمنوي، (سنډروم د ناروغیو د نښو نښانو یوه داسې مجموعه وي، چې د بدن بیلابیل سیستمونه یې نیولي وي او رغیدل ترې ډیر ګران وي) په دغه صورت کې باید له بهرنیو مرستوپرهیز وشي .


د هیوادونو د دایمي ثبات لپاره دا ضرور ده چې پخپلو پښو د ودریدو تمرین وکړي . اوس زموږ هیواد په بهرنیو مرستو دومره تکیه دی چې که دغه مرستې ودریږي، نو د دولت او حکومت زیاتره سیسټمونه به ونړیږي او سقوط به شي . ددې لپاره هم له اوسه ډیرې دقېقې پالیسي ګانې جوړل پکار دي، او د مفکرو مغزو او فعالو خواخوږو مشرانو همغږۍ ته ډیره شدیده اړتیاده .


هیڅ هیواد په بهرنیو مرستو پوره پرمختګ نه دی کړی، یوازې هغو ملکونو سم پرمختګ کړی دی، چې له بهرنیو مرستو پرته یې پخپلو پښو د ودریدو کوښښ کړی او تعهد او کلکه ژمنه یې کړې ده، چې ځان جوړوي .