کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاکستان د فبرورۍ له خونړيو انتخاباتو وړاندې او وروسته

پاکستان د فبرورۍ له خونړيو انتخاباتو وړاندې او وروسته

پاکستان کې د فبرورۍ په اتلسمه نېټه کېدونکي انتخابات ښايي د دې هېواد د تاريخ تر ټولو خونړي ثابت شي؛ ځکه چې يواځې د نېشنل عوامي ګوند سياسي کارکوونکو پکې ژوند له لاسه نه دى ورکړى، بلکې د بې نظير بوټو په څېر د يوې بېمثاله سياستوالې وينه هم په دې لاره کې بهېدلې ده، او په کراچۍ، چارسده، پېنډۍ… کې د سياسي کارکوونکو د وينو سېلابونه به لا د چا څنګه هېر شي!



کۀ فکر وکړئ په باجوړ، سوات، وزيرستان، مومندو، مردان، پېښور، لاهور او ان په افغانستان کې د انسانانو د وينو روان نهرونه او بيا د دې نهرونو په سر جوړه سوداګري هم په څه نه څه حواله د دې انتخاباتو سره تړون لري، ځکه چې دا انتخابات د پوځي ټولواک پروېز مشرف لپاره يو لوى سر درد ګرځېدلى دى، او څوک چې د يوې درېشۍ د بچ کولو لپاره د يو هېواد ټول قضايي او عدلي سيستم له منځه وړلاى شي، او هر ډول ناروا اقدام خپل قانوني حق بولي، نو د دومره يو لوى سر درد د رفع کولو لپاره د يو څو لکه انسانانو د سپېلنو په څېر لوګى کول يې د چا خبره په دې خلکو شاهي حق هم جوړېږي!



په انتخاباتي غونډو ځانمرګي بريدونه کول او د سياسي خلکو وژل ښکاره کوي چې د پاکستان ټولواک او د هغه مافيايي ډله په هر صورت د دې انتخاباتو نه ډډه کول غواړي او دا هغه سوچ دى چې په ١٩٧١ع کې يې يو ځل دا هېواد دوه ټوټې کړى دى. ټولواک مشرف نۀ د انتخاباتو څخه سرُوپ انکار کولاى شي، نۀ په پراخه پېمانه د درغلۍ لاره ورته معلومه ده. که په پراخه پېمانه درغلي ونشي نو د ده ډله (بايسکل والا) دا انتخابات نشي ګټلى او چې بله ډله يې وګټي نو دى ورته حکومت نشي سپارلى. د دې ټول “جنجال” نه د خلاصي يواځينۍ لاره دا ده چې په سياسي غونډو او سياسي شخصيتونو باندې ځانمرګي بريدونه، چاودنې او ډزې وکړاى شي. په دې ډول به خلک وډارېږي او په انتخاباتو کې له برخې اخيستلو څخه به لاس په سر شي؛ نو په نتيجه کې به يا خو لا د پخوا څخه د ځنډول شويو انتخاباتو د بيا ځنډولو بهانه پېدا شي او يا که انتخابات وشي نو هم يواځې هماغه دوه ډلې به پارليمان ته ورسېږي کومې چې په تېرو انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ په نتيجه کې چوکيو ته رسېدلې وې. په دوى کې يوه ډله هغه ده چې د ښاغلي ټولواک په قصيدو ويلو کې يې د تاريخ ټولې قصيده ګويۍ ته ماتې ورکړې ده او دويمه هغه ده چې نوم د اسلام اخلي، خو کار د اسلام اباد پوځي او استخباراتي مرکزونو ته کوي، يانې څرمنې يې سپېځلې خو تر څرمنو لاندې چې څه دي د هغې نه کرکه کېږي. 



اوس که انتخابات بالاخر د فبرورۍ په اتلسمه نېټه ترسره هم شي نو د خلکو ورتګ به ورته د وينو په سېلاب د پورې وتو په څېر وي، خو بيا هم نتايج به يې دوه ډوله وي: که د ټولواک قصيده مارې ډلې يې ګټي نو مخالفې ډلې يې نۀ مني، او کۀ مخالفې ډلې يې ګټي نو ټولواک او د هغۀ ډله يې منلو ته نۀ ده تياره. ټولواک مشرف د اروپا د وروستي سفر پر مهال په خپله يوه وېنا کې وويل “په اروپا د دموکراسۍ پېرى ناست دى” او اروپايانو ته يې دا پېغام ورکړ چې د پاکستان خلک د انساني شعور هغې درجې ته لا ندي رسېدلي په کومه کې چې دموکراسي غوره ګڼل کېږي. د دې تر څنګ يې امريکا ته د دې قناعت د ورکولو کوښښ هم وکړ چې که په پاکستان کې د مشرف ټولواکي ختمه شوه نو ترهګر او بنسټپال قوتونه به پاکستان قبضه کړي او خلک به وخوري. د خپلو دې خبرو د رښتيا ثابتولو لپاره يې جګړو، چاودنو، ځانمرګي بريدونو او قتل و قتال ته نور زور هم ورکړ چې تماشه يې خلکو په دره ادم خېل، مردان، وزيرستان، لاهور، پېښور او نورو ځايونو کې کړې ده. 



نو د دې هر څه پايله به څه وي؟ طبيعي ده چې د ښۀ کار بده نتيجه نۀ راوځي او د بد کار نه د ښې نتيجې تمه لرل د نادانو خلکو کار دى. د شوقدر (چارسدې) په ځانمرګي بريد کې د عوامي نېشنل ګوند بچ شوى مشر افراسياب خټک وايي “ستونځې او جنجالونه په هره ټولنه کې وي، هر هېواد د بحرانونو سره مخ کېږي، خو دغو ستونځو او بحرانونو ته د حل لاره هله پېدا کېداى شي چې ټولنه او رياست د يو بل سره مربوط وي او د يو بل مرسته کوي. د پاکستان د ټولنې او رياست ترمنځ ربط او تړون ختم شوى دى. دلته چې رياست په کومه لاره روان دى؛ ټولنه د هغې په برعکس لاره خپل شل وجود راکاږي او دومره توان پکې نه دى پاتې چې د بحرانونو او ستونځو د حل لاره ولټوي”. 



په دې وړه خو بشپړه تبصره کې ټول حقيقتونه لکه د لمر روښانه دي. رياست د يو پوځي ټولواک د شخصي اقتدار په ساتلو او د هغه د شخصي ارمانونو په پوره کولو کې بوخت دى، د رياست ټولې ستنې د هغه د اقتدار د بر حال ساتلو لپاره په کار اچول شوې دي، د دغه اقتدار هغه خپل ځان دومره حقدار ګڼي چې که ټول ملت ترې لوګى شي هم خېر دى. نو دا انتخابات به په اصل کې يو بل داسې بحران وزېږوي چې هغه به په پاکستان کې د تېرو ټولو بحرانونو پلار وي. امريکا، چې په دې سيمه کې خپلې ګټې او مقاصد لري، د دغسې يو لوى بحران په تمه او انتظار ده، ځکه چې بيا به هم، لکه د خپل روحاني پلار ضياء الحق په څېر، ټولواک مشرف د خپل اقتدار د بچ کولو لپاره د “يا امريکا” چيغه وهي او امريکا به خپل چمتو پوځونه په سمدستي توګه په اسلام اباد کې ښکته کوي. 



که داسې وشي، او يقيناً چې روانه وضعه په همدې لور روانه ده، نو دا به په دې سيمه کې د يوې نوې خونړۍ لوبې پېلامه وي. په دې لويه لوبه کې ګټه او تاوان چې د هر چا وي، خو د پاکستان راتلونکى پکې څه ډېر ښۀ نۀ ښکاري.