کابل په نږدې راتلونکي کې د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی. په دې غونډه کې به، چې مشري او کوربه توب یې د افغانستان پرغاړه دي، د ۵۰ هېوادونو او تر دېرشو د ډېرو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
افغان حکومت په دې نړیواله غونډه کې د افغانستان د پراختیا په اړه یوه بشپړه طرح وړاندې کوي او دا به په اثبات رسوي، چې په هېواد کې ډېر پرمختګ شوی او د لا پرمختګ او انکشاف په خاطر افغانستان ددې وړتیا لري، چې نورې نړیوالې مرستې او همکارۍ ترلاسه کړي. غونډه به له افغانستان سره د مرستو، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سیمه ییزې همکارۍ، د بیا رغونې لپاره د اقتصادي مرستو او په هېواد کې د سولې ټینګښت په خاطر د ولسمشر د هلوځلو د ملاتړ په برخه کې توافقات کوي او دا هڅه به کیږي، چې نړیواله ټولنه په دریو راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره له ۱۳ تر ۱۴ میلیاردو ډالرو پورې مرستې وکړي.
د کابل نړیوال کنفرانس د جوړاوي د مسوولانو په وینا، که چېرې دغه مرستې افغانستان ته ورکړل شي، په ملکي برخو کې به ولګول شي. د دوی په وینا، له بده مرغه د افغانستان په اړه په کور دننه او بهر یو منفي تصویر وړاندې کیږي، خو د افغانستان حکومت په بېلابېلو برخو کې ډېرې سترې لاسته راوړنې لري، چې هېرې شوې دي.
د کابل نړیوال کنفرانس به د افغانستان د خصوصي سکټور استازو ته دا فرصت ورکړي، چې په ملي او نړیواله کچه خپلې ستونزې او اړتیاوې مطرح کړي. ددغه کنفرانس یو مهم هدف به اقتصادي وده او د افغانستان د خصوصي سکټور د بېلابېلو برخو پیاوړتیا وي. دغسې دغه هیله هم شته، چې کنفرانس د پانګونې ودې او د ملي اقتصاد په لاره کې د خصوصي برخې تقویې ته زمینه برابره کړي.
د افغانستان پانګوال او سوداګر په ملي او نړیواله کچه له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي. دوی به په دغه کنفرانس کې د افغانستان د حکومت په مرسته د خپلو وړتیاوو د لوړولو او ستونزو د ورکاوي لپاره وړاندیزونه او طرحې وړاندې کوي او نړیواله ټولنه او مرستدوی هېوادونه به یې پر حل لارو غور کوي.
دکابل کنفرانس د لندن د نړیوال کنفرانس بشپړوونکی بلل کیږي. د لندن تر کنفرانس وروسته افغانستان او نړیواله ټولنه یوه نوي تړون او توافق ته سره ورسېدل او پر همدغه بنسټ به د افغانستان حکومت د خپلو خلکو پر وړاندې خپلې ژمنې روښانه کوي او نړیواله ټولنه به هم دې ته متوجه کیږي، چې د امنیت ټینګښت، دفاع، ښې حکومتوالۍ، ملي پخلاینې او سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو په برخه کې خپلې ژمنې په ډاګه کړي. د لندن د کنفرانس په بیانیه کې ۳۴ مادې وې، چې پر پنځو اساسي موضوعاتو، اقتصادي پراختیا، امنیت، سیمه ییزو همکاریو، له نشه یي توکو او اداري فساد سره پر مبارزه او د قانون پر حاکمیت ټینګار کوي. دغه پنځه موضوعات، چې نور فرعي او اړوند مسایل لکه د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا او هغوی ته د امنیتي مسوولیتونو انتقال، د افغانستان بودجې ته د مرستو لېږد، ملي پخلاینه، د سولې جرګه او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی هم پکې شامل دي، د لندن په کنفرانس کې د افغانستان د پلاوي د بحث او تمرکز اصلي ټکي وو.
افغان امنیتي ځواکونه همدا اوس هغه پړاو ته رسېدلي، چې پخپله پوځي عملیات پلان او رهبري کړي او پخپله د هېواد له پولو او ملي ګټو دفاع وکړي. د ملي دفاع وزارت د چارواکو په وینا، په هېواد کې روان ۶۰ په سلو کې پوځي عملیات پخپله افغان ملي اردو او د افغانستان نور امنیتي ځواکونه پرمخ بیایي، چې دا د افغانستان د ځاني دفاع د پیاوړتیا او په خپلو پښو د افغان امنیتي ځواکونو د درېدو په برخه کې یو ښه زېری دی. په دې توګه افغان امنیتي ځواکونه ددې جوګه کېدای شي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې امنیتي چارې خپله پرغاړه واخلي او د هغو نیوکو او تبلیغاتو مخه هم ونیول شي، چې په ملي ، سیمه ییزه او نړیواله کچه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور کیږي.
ښه حکومتوالي او له اداري فساد سره مبارزه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې شمېرل کیږي. ولسمشر حامد کرزي تل په خپلو ویناوو کې پر دې ټینګار کړی، چې په ادارو کې سالم کسان پر کار وګومارل شي او د اداري فساد، چې په ټوله کې د حکومت او نړیوالې ټولنې د بدنامۍ لامل ګرځي، مخه ونیول شي. د افرادو د ګومارنې په برخه کې د ولسمشر نوی فرمان د حکومت د جدي توب ښکارندويي کوي.
ولسمشر د امریکا تر سفر مخکې په یوه فرمان کې جګپوړي دولتي چارواکي له دې منع کړل، چې په کلیدي پوستونو کې خپل خپلوان او نږدې دوستان وګوماري. ددغه فرمان پر بنسټ، له اداري فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ پر تطبیق د څار عالي اداره مکلفه ګڼل شوې، چې په دولتي ادارو کې په جګپوړو کسانو پورې د تړلو کسانو د ګومارنې مخه ونیسي.
دغسې له فساد سره د مبارزې د ځانګړو ادارو جوړېدل او هغو ته واک او صلاحیت ورکول ددې ښکارندوی دي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له اداري درغلیو سره د مبارزې په برخه کې ژمن او جدي دی. له اداري فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ پر تطبیق د څار عالي اداره د ورکړل شوي اجرایي صلاحیت له مخې دا واک لري، چې پر لویې څارنوالۍ د اداري فساد ددوسیو د څیړلو په برخه کې فشار راوړي. دغسې ټولې دولتي ادارې باید خپل پلانونه له یادې شوې ادارې سره شریک کړي او وزارتونه مکلف دي، چې له اداري فساد سره د مبارزې خپل شپږ میاشتني او کلني پلانونه له اداري فساد سره د مبارز ې ستراتیژۍ پر تطبیق د څار عالي ادارې ته وسپاري. د ولسمشر د فرمان له مخې، هیڅ وزیر، مرستیال، معیین، د خپلواکو ادارو رییسان، د ملي شورا غړي او سفیران نه شي کولای په مهمو پوسټونو لکه، مستوفیتونو، ټرانسپورټي ادارو او ګمرکاتو کې له وړتیا په پام کې نیولو پرته خپل ملګري او دوستان پر دندو وګوماري.
له اداري فساد سره د مبارز ې ستراتیژۍ پر تطبیق د څار عالي ادارې د مرستیال محمد قسیم لودین په وینا، له اداري فساد سره د مبارزې په تړاو ددوی شته طرحې به د کابل په نړیوال کنفرانس کې وړاندې شي.
د افغانستان حکومت په لندن کنفرانس کې دخپلې طرحې د تطبیق په برخه کې د ملي پخلاینې او سیمه ییزې همکارۍ موضوع هم جدي نیولې ده. ګاونډیو هېوادونو ته د ولسمشر حامد کرزي سفرونه ښیي، چې افغانستان په سیمه ییزه او نړیواله دواړو کچو غواړي د ترهګرۍ اوسنۍ څپې له منځه لاړې شي. د ملي پخلاینې او سوله ییز حل په برخه کې د سولې ملي مشورتي جرګې جوړېدل یو رغنده ګام و، چې له وسله والو مخالفانو سره یې د خبرو اترو لپاره پر یوه ګډ میکانیزم موافقه وښوده. دغه میکانیزم به د کابل په نړیوال کنفرانس کې د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ لپاره وړاندې کیږي.
په همدې توګه د افغانستان بودجې ته د مرستو لېږد د افغانستان د حکومت یوه مهمه غوښتنه ده، چې د چارو د ښه والي، ښې حکومتوالۍ او د اداري فساد د ورکاوي په برخه کې رغنده تمامېدای شي. همدا اوس ډېری مرستې پخپله مرستندوی هېوادونه لګوي، په داسې حال کې، چې افغان حکومت تر هرچا ډېر دا ظرفیت لري، چې مرستې پر سمو او وړ ځایونو ولګوي. که څه هم د لندن کنفرانس برخه والو، په ځانګړې توګه امریکا منلې، چې خپلې ۵۰٪ مرستې به د افغانستان د بودجې له لارې مصرفوي، خو دا، چې د کابل په کنفرانس کې د نورو مرستو تمه کیږي، نور مرستندویان هم باید دې چمتو کړای شي، چې خپلې مرستې د افغانستان د بودجې له لارې مصرف کړي. که داسې وشي، د بیا رغونې پر بهیر به د خلکو اعتبار ډېر شي او مرستې به هم د اړتیاوو او وړتیاوو له تشخیص سره سمې، پر سمو او مناسبو ځایونو ولګیږي.
دغه ټول هغه موضوعات دي، چې د کابل په نړیوال کنفرانس کې پرې خبرې کېدای شي، ځکه د چارواکو په وینا، دغه کنفرانس د لندن کنفرانس مکمل یا بشپړوونکی دی. افغان حکومت او ولس دغه کنفرانس ته ډېرې هیلې لري او تمه ده دغه کنفرانس د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او بالاخره امنیتي پرمختګ او پراختیا کې رغنده رول ولوبوي.