کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کی داوسنﺉ غمیزي ریښی چیري دې ؟؟؟؟؟

په افغانستان کی داوسنﺉ غمیزي ریښی چیري دې ؟؟؟؟؟

په افغانستان کي دیوناما دسیاسی دفتردلاری  دملګروملتوشورای امینت ته پیغام
څوموده وړاندي دامنیت شورا یو لوړرتبه هیًت کابل ته راغلې ؤ  داچي دچاسره به یی کتلي وي روښانه خبره ده چي زیاته لیدنه اوکتنه به یی له دولتي ارګانوسره ترسره سوي وی  خودبده مرغه زموږ دولتي ارګانواکثریت یی لکه څنګه چي په فساد اورشوت اوټګی کی مهارت لري په درواغوکي هم ډیره تجربه لرې اوکولاي سی چي یوخارجي څنګه دوکه کړي اوهمدارنګه خارجیان خصوصا امریکایان اواروپایان هم یوازي مطبوعاتي سترګی لري خودافغانستان دغمیزې ریښی ډیري ژورې اوپه ظاهره له سترګونهامی دي اودهغوی دپاره لیدل ډیراسانه نه دی.


 ترڅویوځوک دخپلی ټولنی په منځ کی ژوند ونه لري ډیرڅه نه سی لیدلای اودرکولاې یوکس چی په توروښیښوموترانوکي ترارګه اوترخپل دفترولاړاوراسي هغه هم ټولې لارې بندی وې هغه به څنګه حقایق ځان ته مالوم  کړي . ډیربه خبره نه اوږدؤ دافغانستان داوسني غمیزې ريښې له دوچینواوبیږې اوتر څوواړه وچي نه سی نړیواله ټولنه به په  شرموشرمیږی له افغانستانه به ستنیږې ، هم به یی خلګ ووژل سی هم به پیسې تباه سی  اوهم به خپلوخلګواوتاریخ  ته مخ توره وې   افغانان به یواربیا دوینوپه حمام کي لمبیږې .دادوي منبع چي داغمیزه تری سرچشمه اخلی دادی .


لومړي : دافغانستان فاسده اداره :ـ ، دااداره په نه کاله  کی دومره فاسده اووسته سویده چی بوی یی اوس نړي پرسراخیسته  ده هراړخ چي سپړې ترهغه بلی خواډیرخراب سویدې  له لوړه ترځوړه په افغانستان کي دټولوبدمرغیومور دافغانستان فاسده اداره ده اوترڅودااداره بدله نه سي نه به  داوباما ستراتیژي کامیابه سی ،نه به په افغانستان کی امنیت راسی ،نه به ولس ددولت سره ملګري سی ه نه مخالفین سولې ته حاضرسی .اونه به دلته ترقی اوبازسازی ترسره سي ولوکه دامریکا اواروپا ټولي لښکرې اوبانګونه افغانستان ته راوړل سې  مړې به یی په تابتوکی له افغانستانه وزې اوډالربه یی په بانکوکی   خارج ته روان وی دایوداسی تریخ حقیقت دي چي هم نړیوال په پوهیږې اوهم افغانان ، افغانان ناوسه دي  ددی بلانه دخلاصیدوتوان ورسره نسته خونړیوال یاړانده اوکاڼه دي اویاقصدُا غواړي دي غمیزې ته ادامه ورکړي . نه کاله تجربوثابته کړه چی اوسنی اداره اصلا نه داصلاح وړه ده اونه عقل ورته دبازاره رانیول کیداې سي  دهرقدم په اخیستلوسره دافغانستان غمیزه نوره اوږدوی اودحل لاره ورکوې .


دوهم : داچي نړیواله ټولنه ادعالري چی موږ القاعده اوطالیبان له منځه وړو اوافغانستان ته هم په دې خاطرراغلی یو داهسی یوه ډرامه ده په حقیقت هرځوک پوهیږې چي دالقاعدې اوطالیبانوڅالي چيرې دی ؟ څوک یی حمایه کوې ،؟ څوک تریننګ ورکوي ؟، څوک ورته وسلې اوپیسي ورکوې ؟ دااوس له هیچا نه پټه نه ده یا خوانړیواله ټولنه کڼه اوړنده ده اویا  قصداُداجال دوي غوړولې دی  دافغانستان مظلوم ملت یی یوه ناپایه دریاب ته غورځولې دی  یوداسي دام جوړکړیدې چي اوبه خړی کی ماهیان کی ونیسی .
ترڅوچي ددي داوړو په هکله نړیواله ټولنه دافغانستان دخلګواوملت سره هم غږې اوهم فکري رامنځ ته نه کړی  اودادواړه دسرطان داني چی یوه يی په افغانستان کي دننه اوبله یی دباندي ده  له سیمي ورکي نه سی  نه یوازې له افغانستانه به امریکا سره له ناټوشرمیدلې تښتی  بلکه دنړي امنیت به لانورهم دډیرسترګواښ سره مخامخ سی  اودابه  هغه خه وي چي نوربه دملګروملتودامنیت شورا به دنړي خلګوته دیوه ډول په شکل چي ږغ یی ترلیري ځی اومنځ تش وی وروپیژندل سی څکه دوي ونه سوه کولاي  چی داسی روښانه اوبربنډ حقایق درک  کړي  کوم چي یوډیربی سواده کلیوال افغان یی هم درکولاې سی خوامنیت شورا ځان داسی تیروې چي کواکی دوی حقایق    نه وینی اویوازي دیوې فاسدی ادارې دپاره هم خپل زامن وژنی اوهم افغانان خونتیجه یی هیڅ وی . نوپه کارداده چي دملګروملتودامنیت شورا خصوصا امریکا  پرحقایقوسترګی پټی نکړی نورباید امریکا  هغه کاروکړې چي دغمیزې ریښی راوایستل سی تراوسه خوفقط لوټه په اوبوکی ایږدې اوپرتیریږی  داحالت ادامه ولرې باید یادولروچي داجګړه به نوري داسی ژورې ستونځی له خپلی لمنی نړی ته ورپاشي چی نوربه دحل لاره ورکه وې  وبس.
                                                                                                                                                                حاجی