د کندهار چارواکو پر دغه ښار د امنيتي کمربند د راګرځېدو خبر ورکړ.
د دې ولايت د ولايت مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي چي دغه کمربند د ښار پر شاوخوا له ١٦ امنيتي پوستو څخه تشکيل سوئ دئ، چي موخه يې ښار ته د ننوتونکو او له ښاره د وتونکو موټرانو تلاښي او د خلګو څارنه ده.
خبر پاڼه وايي نن له غرمې ورسته دكندهار ولايت امنيه قومندان سردار محمد ځاځى، د امنيت آمر فضل احمد شيرزاد او كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي پر كندهار ښار باندي د حلقوي كمربند څخه دنژدې ليدنه وكړه.
د خبر پاڼي له مخي په دغه امنيتي پوستو كي د آيساف او پوليسو لخوا مؤظف سرتيري پر شپه او ورځ اوسېدو سربيره په خپله سيمه کي شاوخوا ګزمې کوي چي د دولت د مخالفينو د بريدونو مخه ونيسي.
دكندهار ولايت امنيه قومندان د امنيتي كمربند څخه د ليدني پر مهال وويل(( پر كندهار ښار باندي راګرځول سوى امنيتي كمربند چي ديو شمير پوستو څخه جوړ سوى دى هدف يي د كندهار ښار د اوسيدونكو لپاره د هوسا او آرام ژوند زمينه برابرول دي تر ځو دوى په ډاډه زړه د امنتيت په فضاكي ژوند وكړي))
دكندهار ولايت ښاروال غلام حيدر حميدې بيا د امنيتي كمربند په اړه وويل(( پركندهار ښار باندي د امنيتي كمربند د پوستو لپاره ټاكل سوې سيمې چي د پوليسو په اختيار كي دي د هغوي رسمي اسناد د كندهار ښاروالى لخوا د پوليسو په اختيار كي وركړل سوې او موقيعتونه يي هم د خلكو سره په تفاهم ټاكل سوي دي .))
پر كندهار ښار باندي دامنيتي كمربند كار 80 سلنه بشپړ سوى چي پاته به يې په نژدې څو ورځو كي بشپړ سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه