دمرکزي احصايي له مخې په افغانستان کې دراتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره شاوخوا له دولس نيم ميلونوڅخه زيات وګړې د رايي ورکونې په شرايطو برابر دي .
دټاکنو دخپلواک کميسون وياند وايي دغه کميسون په دې موخه چې درايي ورکولو په پاڼوکې درغلي دمخنيوي په موخه يې له ټاکلې اندازې زياتې پاڼې چاپ کوي.
وياند زياتوي پارلماني ټاکنې چې دوږې ياسنبلې په اوه ويشتمه نيټه ترسره کيږي دنړيوالې ټولنې په مټ به ديوسلو نهه څلويښت ميلونو ډالرو په مالي لگښت ترسره شي، چې په هغې کې دوه زره پنځه سوه نوماندان د دوه سوه نهه څلويښت څوکيو ترلاسوکولو په موخه خپلې سيالۍ ترسره کړي.