ناټو غواړي دافغانستان دملي پوځ لپاره له روسيې څخه يوو يشت جنګې چورلکې وپېري .
په ټوليزه توګه ددغه چورلکو ارزښت درې سوه ميلونه ډالر ښودل شوى دى .
په افغانستان کې دهوايي ځواک مسؤلين له دغه کار څخه هرکلي کوي او وايي چې له دې سره به دافغانستان هوايي ځواک نور هم پياوړى شي .
ويل کيږي دغه چورلکې به دوسلوالو مخالفينو سره دجګړې پرمهال وکارول شي .
ديادونې وړده افغان هوايي ځواک دمګړۍ څلورديرش پوځي او ملکې چورلکې لري .