افغان حکومت دافغانستان په دوه برخو ويشلوپه اړه په هندکې دامريکادپخواني سفيرخبرې دخندا وړ بللي دي .
دحکومت درسينو مرکز وايي هغه طرحې چې دافغانستان داساسي قانون پرخلاف وي خلک به يې په وړاندې و دريږي .
دا په داسې حال کې ده چې په هندکې دامريکاپخواني سفير ويلي وه په افغانستان کې دامريکاتګلاره ناکامه ده او بايدددې هيواد سويلي سيمې طالبانو ته پريښودل شي او په شمالي سيمو کې چې د طالبانو فعاليتونو لږ دي، امريکايان ځاى پر ځاى شي او هلته دې جلا حکومت جوړ کړي .