روسيه او جاپان سلا شول، چې د روسيې په ليري ختيځ ښار، ولادي واسټاک کې به د مايع طبيعي غاز يوه فابريکه جوړوي.
د دې فابريکې د جوړولو تړون به د راتلونکو نومبر مياشت کې جاپان ته د روسيې د جمهور رييس ديمتري ميدوديف د سفر په مهال لاسليک شي.
ميدوديف به د اسيا – پاسفيک په اقتصادي غونډې کې د ګډون په مقصد جاپان ته لاړ شي.
دا فابريکه به تردوه زره اولسم ميلادي کاله پورې جوړه شي او په کال کې به پنځه ميلونه ټنه اوبلن غاز جاپان ته صادر کړي.