کور / تازه خبرونه / دپاكستان هيواد د تعليمي بورسونو ازموينه واخيستل سوه

دپاكستان هيواد د تعليمي بورسونو ازموينه واخيستل سوه

پرون تر غرمې مخکي د کندهار ښار او جنوب لويديزي حوزې د لسګونو تنو ١٢ ټولګيو فارغ سوي زده کونکو څخه په بهر کي د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو په موخه كندهار پوهنتون کي ازموينه واخيستل سوه .

دغه 34 بورسه چي د پاكستان هيواد دي ، د نوموړي هيواد د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کندهار ولايت د معارف رياست په اختيار کي ورکول سوي دي.

د پاكستان هيواد له لوري افغانستان ته مجموعې پنځه سوه تعلمي بورسه وركول سوي وه چي د تقسيماتو په لړ كي 34 تعلمي بورسه جنوب لوديځي حوزې ته ورسيدل.

دنوموړي ازموينې لپاره د حوزې په سطحه(كندهار، هلمند،زابل او ارزګان) 357 تنو د دولسم ټولګى فارغينو نومونه ثبت كړي وه، چي 237 تنه هلكانو او 11 تنه نجونو په ازموينه كي برخه واخستل.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د دې ازمويني څخه دنيژدې ليدنه وکړه او د تعلمي بورسونو دغه سهميه چي کندهار ته ورکول سوې ده په علمي ډګر كي لويه لاسته راوړنه وبلل او زياته يې کړه(( تعليمي بورسونه د هغه ځوانانولپاره چي د ښه استعداد خاوندان دي ښه فرصت دى ترڅو د وخت څخه په ګټه ا خستنه وکولاى سي چي په بهرني هيواد کي د ښه او عصري ټکنالوژي په چوکاټ کي درس ووايې او ښې زده کړي تر لاسه کړي.))

دکندهار ولايت دمعارف سرپرست رئيس نجيب الله احمدي د بورسنو د شفافيت په اړه وويل(( کندهار ته پخوا هم د نورو هيوادونولخوا څخه تعليمي بورسونه راتلل خو دهغو ازموينه به شفافه نه وه او مستحق کسان به نه بريالي کيدل خو ددې واري موږ دا ستونزه په پام کي نيولې ده او د هئيت په وړاندي مو په ډير شفاف ډول د لس ګونو زده کوونکو ترمنځ ازموينه واخستل او کوښښ به دا وي چي تکړه او بااستعداده زده کوونکي کاميابه سي تر څو ښه زده کړه تر لاسه کړي ، چي په بيرته ګرځيدو خپل هيواد او ټولني ته دخدمت مصدر جوړ سي.))

د کندهار ولايت مقام د پوهني رياست ته خاصه پاملرنه لري، د ولايت په نوښت او د معارف رياست په هلوځلو د کندهار ښار د ليسو لپاره لابراتوارونه هم برابر سوي چي ډير ژر به د دوى په اختيا ر کي ورکول سي .