کور / تازه خبرونه / امريکا: پاکستان دي د حقاني شبکه وځپي

امريکا: پاکستان دي د حقاني شبکه وځپي

د امريکا په مشرانو جرګه کي ديموکرات سناتور کارل ليوين پر پاکستان ږغ کړئ چي د مولوي جلال الدين حقاني شبکه وځپي.
کارل ليوين په کابل کي خبريالانو ته وويل چي امريکا له پاکستان څخه غواړي چي په افغانستان کي د ترهګرۍ د له منځه وړلو او په قبايلي سيمو کي د طالبانو د ختمولو دپاره مرسته ورسره وکړي.
امريکا او افغان حکومت ادعا کوي چي د مولوي جلال الدين حقاني طالبان په افغانستان کي پر ايتلافي ځواکونو او افغان حکومت بريدونه کوي، په شمالي وزيرستان کي فعال حضور لري، خو د پاکستان حکومت هيڅ نه ورته وايي.
کارل ليوين پر داسي مهال د حقاني شبکې د ځپلو غوښتنه کوي چي د غربي مطبوعاتو د ادعا له مخي ولسمشر کرزي د حقاني له شبکې سره مذاکرات پيل کړي او د دې ډلي د اوسني مشر سراج الدين حقاني سره د پاکستاني استخباراتو په مرسته دوه واره په کابل کي ليدلي دي، خو افغان حکومت او طالبان دغه خبرونه ردوي.