کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى د ٥٠ طالبانو نوم له تور ليست څخه باسي

ولسمشر کرزى د ٥٠ طالبانو نوم له تور ليست څخه باسي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه غوښتنه کړې چي د پنځوس طالب مشرانو نومونونه له تور ليست څخه وباسي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي خبر ورکړئ چي ولسمشر کرزي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته د دغو کسانو ليست سپارلى دئ.
راپور وايي افغانستان ته د امريکا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروک به د سې شنبې په ورځ د امنيت شورا له مقاماتو سره په دې باب بحث وکړي او هيله لري چي يوې موافقې ته سره ورسېږي.
له تور ليست څخه د طالب مشرانو د نومونو ايستل مذاکراتو ته د طالبانو د حاضرېدو له لومړنيو شرطونو څخه دئ.
د جون په آخره کي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له افغان حکومت څخه وغوښتل چي د هغو طالبانو په هکله ژر تر ژره معلومات ورکړي چي افغان حکومت يې نوم له تور ليست څخه د نومونو د ايستلو غوښتنه کوي.
په دې هکله د افغان حکومت چاري وروسته له هغه چټکي سوې چي يوه نيمه مياشت دمخه د سولي مشورتي جرګې هم پر نړۍ والي ټولني ږغ وکړ چي د طالب مشرانو نومونه له تور ليست څخه وباسي.
دا چي د امنيت شورا ته د ولسمشر کرزي په وړاندي سوي ليست کي به د طالبانو کوم مشران شامل وي تر اوسه يې په هکله معلومات نسته، خو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په تور ليست کي له شاملو شاوخوا ٥٠٠ کسانو څخه ١٣٧ تنه افغان طالبان دي.