د فاع وزارت د يوه ځانوژونکي د وژل کېدو او دوو طالبانو د نيول کېدو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزرات په يوه خبر پاڼه کي راغلي چي د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کي يې يو ځانوژونکى وژلى او دهغه دوه نور ملګري يې نيولي . خبر پاڼه ليکي چي نوموړو کسانو غوښتل چي د شاه جوى په ولسوالۍ کي د ٢٠٥ اتل قول اردو د دويمي لېوا پر دريم کنډک باندي حمله وکړي خو مخکي خپل هدف ته تر رسېدو ځانوژونکى ووژل سو او دوه نور ملګري يې ونيول سول او ورسله اصلحې يې د ملي اردو ځواکونو ته په لاس ورغلې .