کور / شعر / له پردۍ مېني پر لور د کندهار ځم

له پردۍ مېني پر لور د کندهار ځم






د ښا غلي جها ني په ويا ړ


غلا م فا رو ق


تا په خپل را تلو کړ ه زمو ږپه بر خه خو شحا لي
د ا نن شپه جوړ ه شوې ستا په نو م د ه جها ني


تا په خپل ګډ ون سره راوبخښي وموږته ټول جهان
د ځا ن سره دي را و ړه د ا د ب د ملغلرو هميا ني


د ځا ن سر ه د ي ر ا و ړله ز مو ږ د ا نتظا رتحفه
د شعر و د ا د ب د نيا به ستا نو م يا د وي


په خوبکښي اوبه ويني د دريا ب په مينځ کښي تږي
دشعرو د ا د ب د تږ و تند ه ستا شعر ونه ما توي


تا د شعر و د ا د ب په ا سما نو کښي ځا ی نيو لې
څو ک چې د رک نشي کو لای تا پر مځکه لټو ي


د سپو ږمی ښکلا د ه پټه د ا ور يځو په څپو کښي
ستا شعر و نه د سپو ږ می د مخ پلو پو ر ته کوي


د لمر په څېر ځلاند ه ستا شعر و نه يو تر بل دي
په رشتيا چي ستا شعر و نه تو ري شپې رڼا کوي


با خبرو دا منلې چي بې سا ري دي شعر و نه دي
بې خبر ه ا نسا نا ن لمر په د و و ګو تو پټو ي


لکه ېی چي د شمسي نظا م ځلا ند ستورې پرمځکه
ستا د شعر و د ا د ب مقا م د ی وړ د د ر نا وي


ته چي وړ ېی دستا يني زما له خوادا ستا ينليک دی
فا روق مو ند لې د ه تل په رشتيا کښي کا مرا ني


 غ – فا روق


 


زما ګرا ن هيو ا د ه


غلا م فا ر و ق



ز ما غر نئ هيو ا د ه
ز ما مورنئ هيو ا د ه


ستا په نا مه و يا ړ مه
ز ما پلر نئ هيو ا د ه


ستا ترميړا ني جا رشم
ز ما مېړ نئ هيو ا د ه


ېئ د زمرو ټا ټو بې
زما شينزمرئ هيوا د ه


د پا ني پت هنګا مې
زما پر و نئ هيو ا د ه


ستا د پخو ا يا د و نه
ز ما نننئ هيو ا د ه


زما د نيکه خا طرې
ز ما ګلا لې هيو ا د ه


د شا ه محمود وختو نه
ز ما ګړ ند ئ هيوا د ه


د ا کبر خا ن مېنه ېئ
ز ما ميننئ هيو ا د ه


د ا يوب خا ن همت ېئ
ز ما ننګيا لې هيو ا د ه


د ملا لۍ کا ر نا مې
ز ما بر نئ هيو ا د ه


ته د خوشحا ل توره ېئ
زما تو ريا لې هيو ا د ه


ستا د ويا ړونو په يا د
ز ما و يا ړنئ هيوا د ه


ېئ د غا ز يا نو پر تم
ز ما پخو ا نئ هيوا د ه


شهيد ا ن دي نه هېروم
ز ما ا و سنې هيو ا د ه


دا ستا روښا نه تا ر يخ
ز ما سرلوړئ هيوا د ه


فا رد ي ا زا د غوا ړي
ز ما پر ګنئ هيو ا د ه


 غ – فا روق


 


غزل


نقيب احمد قريشي


زه ستا تصوير ګورمه پاس سپيني سپوږمۍ كي ګراني
خو ستا غمونه مي پريږدي نه دې لړۍ كي ګراني


د غزل تورو شرهارۍ سي باران يې اوري
چي راته وخاندې د شپې په خاموشۍ كي ګراني


زما د فكر مېموري ستا په يادو ډكه سوه
خو ستا ليدوته لا مجبور يم په هستۍ كي ګراني


زه به جوړ روغ سم زه به مست ژوندون راپيل كړمه
د خپلي خولې اوبه چي راكړې په خولګۍ كي ګراني


 



ګوانتانامو پښتون قيدی ته


عندليب دير


هغه وييل نوې پيړۍ راغله


اوس به مې ژوند کې څه بدلون راشی؟
ما وې لاليه ته خوبونه وينې


زه او ته داسې دنياګۍ کې اوسو
چې د وحشت او جهالت ډکه ده


دلته د مينې دښمنان اوسيړی
دلته زما او ستا د کلی شيخان


اوس هم په توره باندې توره کوی
زمونږ د سيمې روحانی مريضان


اوس هم خيرو باندې اسمان ماتوی
د نور قيصې راته بې نوره خلک


په لوډ سپيکرو په کوڅو کې کوی
له نظرياتو بې خبره ځلمی


په شخصياتو خپل سرونه شيندی
اوس هم زما او ستا ړانده مشران


پردی جنګونه خپل کاله ته راوړی
زما او ستا غوندې ځلمو ککرۍ


اوس هم د جنګ د اور خشاک جوړيږی
اوس هم د زر او د زور وږې سترګې


په سړيتوب پورې پشاړې کوی
زما بې وسه بې ګناه لاليه


[زه د ګونګی ملزم انجام پيژنم]
راځه راځه چې دا خپل ځان بدل کړو


بيا به ددې پيړۍ خبرې کوو
بيا به ددې پيړۍ خبرې کوو


عندليب دير غلامه پښتونخوا


 


نازک لمس به يې بهانه شو


زمونږ دکور نه لږ ور وړاندې
په یوه اوږد ژور پټي کې
چا وایښي چنارونه
تا به وې چې مقتدیان دي
په صفونوکې ولاړدي


 اسمان څکي يې ځواني وې
دوړوکوچنیانوغوندې
نازک لمس به يې بهانه شو
پسخیدل اوخندیدل به


 دبهار پاسته شمال ته
 نڅیدل به لکه ژڼي


ترنم به يې دپا ڼو
 یواو بل ته سرګوشي کړه


 تا به وې چې عشقان دي
دحیا پردې يې سوسځي
 دځوانۍ ګرم سرور يې
یو اوبل په غیږ کې نیسي
 راز او نیاز کړي دکلونو


 راته یاد دي نه هیریږي
 بیا يې وزبیښلي پاڼې
 دخزان سپیره بادونو


 ورپه غاړه يې ګونګري کړل
شرنګیدل به په څپويې


قا فله به يې دعمر
دې جرس سره په تلو شوه


 سپینې هسکې چې تنې وې
دهډوکو به کالبوت شوې


 یا به وسوې یا به هسکې
 زمونږ دچم دځوانیمرګو
 شهیدانو په قبرو شوې


خو په ځای به يې دپاڼو
 داځل تکې شنې جنډې وې


 زه به يې غوږ ومه شغا ته
څه کیسې به يې کولي
دشهید دنیمخوا ژوند


 خو زه ځوان ومه کم عقله
ماته نوي دغه ژبې
دشرنګا ،دترنم او دشغا وې


 پیغا مونه يې مرموز و
 زه پرې کله پوهیدمه


خو تر سترګو چې زما شوې
په خپل مخ او په سر باندې
سپینې سپینې تنکۍ پخې
 دساړه ژمي دواورو


هله پوه شوم چې په خوب کې
 ما تیر کړي دي دعمر
 پسرلی او خزان دواړه


اوس مې شاید وي په برخه
 ددې ژمي مازدیګر کې
 څو سړې شیبې دعمر
 دتقدیر په واک کې پاتې


 ډاکتر حسن -په الوتکه کې


 


سهامی شرکت


محمود نظری


 شکرګوندونه جوړ شول خو ټوله سپين کامي
شکرازادي د بیان شوه خو ډیره زیاته منفي
 شکرمشارکتونه شول خو له بیخه شخصي
 شکر ښه کابینه جوړه شوه خو ګرده غیر اهلي
 شکرشورا جوړه شوه خورا اصیله مرضي
 خودولت دولت نشو سم شرکت شو سهامي


 مسلکي غلو ته کار وکړ شو مګر سم رسمي
هر یو زیات زیارګالی مګر سل په سلو کي ځاني
ټوله چوپړ کوي مګر نیغ په نیغه سم تنظمي
 شکرټوله مسلکي دي مګر په حقه دخپل ګټي
ارثي شوي وار له واره ټوله افغاني واکداري
 مګردولت دولت نشو شرکت شو د وړیو سهامي


 هر ناکامه د دود له مخي بیا بیا پارچه لیکي
شکر پایله يي ده د دودیز پلوه لاکین بیا ناکامي
 ورځ په ورځ لږیږي لاکین زورزیاتي بې تفاوتي
ټوله له پردو سره لري له اړه نژادي سمه وابستګي
مقرر شول ټول وطنپرستان لاکین په دوکانداري
 لاکین دولت دولت نشو شو شرکت د وړیو سهامي


 شکرتاریخ تکراریږي یوه بلا ځي بله د هواراځي
 ټولې بلاوو ډیر کارونه کوي امانه د هیواد آبادي
د واک لپاره ارزانه او وراسته جودانونه پيرودي
 اوس ټوله بې جودانه هر څه لري اما نه ایمانداري
صداقت هم اهلیت شته اما د ګاونډو په ګټي
 امادولت دولت نشو شوشرکت د وړیو سهامي


پشلا شکر رابړان دیوبل د پښوخاوره سره باسي
 شکرمخامخ د یو بل بوټونه خوپه ژبه بورسوي
شکرخلک ټول تر ې خوښ دی خونه ولس وطني
 بین الملل اورګدي نازوي خونه خلک ولسي
 شکرشورا جوړه شوه میدان پيدا شو د کج کشتي
 خودولت دولت نشو شو سم شرکت د سهامي


 شکرپه هر څه ارزي مشران مګر یوازي يې کالي
ګرده ناست دی چور ته نسوار یې کړي مرغزي
 یو یو يې دی بدماش مګر بل يي دی مداري
ټوله داسی ښوی دی چي وایې دی لشمکي
 لکه ماران هډوکي نلري مګر غاښونه یې زهري
 مګردولت دولت نشو شرکت شو د وړیو سهامي


دلته ټول مجرمان وتړل شوه خو په څوکیو دولتي
 وکیلان دی ټوله د ولس د تور لیست اصلي غړي
ځینې اغوندي معجون مرکب خو نه دی عنعنوي
لنډ چین داره کمیس غټه لونګۍ ده کالي افغاني
شکر دولت دی اسلامی خو مسلمانان نه وژني
خودولت دولت نشو شرکت شو د چور سهامي




 


ټوپکه مات شې


عبدالحفيظ مليار


توپکه مات شې
قلمه مود شې


باروت د ورک شي
سواده دود شې



د اټوم بمه
لمبې د ورک شه
لوګی د ورک شه
ايری د ورک شه


ماشوم ژړيږي
ميندې زوريږي
کورونه سوځي
انسان قتليږي


عاطفه کومه
دا کوم همت دی
چې څوک قاتل مو
د بشريت دی


مينه انسان دی
سوله ايمان دی
په محبت کې
جهان ودان دی


سوله سفا کې
فاني دنيا کی
ملي وحدت کې
عقل او حيا کې


سپرلی مسکيږي
ګلبڼ نڅيږی
ګلان غوړيږی
بلبل مستيږی


ټوپکه مات شې
ټانکه اری شې
توپه نابود شې
خاورې ايری شې


قلمه مود شې
سواده دود شې


مسافر خوب


برايي مي خوب ليدى چي مخ پر ښار ځم
له پردۍ مېني پر لور د كندهار ځم
په تندي كي مي سجدې ورته ساتلي
په زيارت مي د مسجد د مور او پلار ځم
د زاغانو جنازې له باغه وزي
شين طوطي رنګه چمن ته په چيغار ځم
پروانه يم پر زخمي ګلونو ګرځم
په لېمو د رقيبانو لكه خار ځم
د ازل وعده مي وړي د نصيب كور ته
په اغزيو كي ور لغړم پر انګار ځم
د رنځورو كنډوالو اسوېلي اورم
طبيب نه يم تش كتو ته د پرهار ځم
له زرينو پنجرو مي وزر خلاص كړ
سوځېدلي ګلستان ته په اختيار ځم
لا نسكوري بنګلې په ساندو ژاړي
لا تپوس ته د زخمونو د بيمار ځم
له شهيدي ويني څاڅي له بګړيو
لا د مرګ د قافلو سره پر لار ځم
لا يتيمو ګرېوانو ته اوښكي ګوري
لا زلميو هديرو ته په كوكار ځم
لا زګېروى دى د قبرونو د جنډيو
لا د اوښكو د جرګو سره رويبار ځم
نن له مځكي او آسمانه ګيله من يم
چي د مستو ځوانيمرګو تر مزار ځم
نور تر مرګه مرور يمه آسمانه
چي له جوره دي پاتا ته د دلدار ځم
جهاني لېونى مه بولئ يارانو
چي د يار كوڅې ته ځمه نو هوښيار ځم


1996/16/4


 


جهاني ته


چي ځلمی وم اورېدل مي ستا نکلونه
دځوانۍ او د   مستۍ خوا ږه  بیتونه
ته لیکوال و تاریخپوه یاغي شاعریې
دا صفات  لرې  چي کړم دي صفتو نه
ابتکار او سلاست  دی لوی  هنر دﺉ
دي  اسان  خو معناء دا ر دي آهنګونه
تا ور کړې  ده  ښکلا  خپلو  شعرو ته
هر  غزل  د ي  رنګین  کړي محفلونه
با احساسه  ږغ دي  تللی پر  نړۍ دی
په  منطقو   دي   پو هیږي  ملتو نه
تا ویښ کړی ویده قوم دی له خوبونو
ستا په ږغ  باندي ځلبل دي مشعلونه
پښتنو  ته   بېد ار ي  تا ده  و ر کړ ې
لر  او  بر ته  دي  ر سیږي  آ و از ونه
د  بېړې  د  ډبېدو  نعره  دي   اور و
د  هر بیت ، هري نغمې اخلو پند ونه
پر جهان دي آواز نور هم جهاني کړه


نړیوالو ته  چي پرېږدئ نور جنګونه


مرور مو انسانان چي  ټول پخلا سي
باري  وایه  چي نورمه راوړئ غمونه
پاکه ربه  د جهان جمال  را ډېر کړې
چي پر ګرزي  جهاني غوندي مړونه
ده منلي  ته  دا دوعا غواړم “رحیمه”
خدایه ډېر کړې د ژوندون يې بهارونه


رحیم رېشا 15/07/2010


 


غزل


اتل  سالارته


ئی د بابا بچيه غرق شومه تيارو  وخوړم
ستا دراتلو په انتظار د جنګ اورو  وخوړم
د ننګ غيرت شمله پر سر کړه زما خواخوږی راشه
د ورور ګلوی په نامه خپلو   او   پردو    وخوړم
د وطن غيږه کی وم پروت لکه سورګل د سحرا
ستا   جدائي  کی د ځنګل  ټولو  اځغو   و خوړم
زه   او   وطن  دواړه  په  تا پسی  په  چغو  ژاړو
د تن  په   وينو   کی   لمبيږمه   زخمو    وخوړم
نا ترسه غم راته ولاړ وی په هرګام کی مخته
د شهيدانو   پر   قبرو   سپينو   جنډو   و خوړم
د سبا ځوان د نن معشوم پر سر سايه نه لری
د يتيما نو   وچو    شنډو    اسويلو    و خوړم
زه  (ځلبلاند )به د جنت غوښتنه څنګه وکړم
د ګرانی مور څيری ټيکری او لڅو پښو وخوړم


سلامونه احترامونه مينه او درناوی


نورعلی شاه ځلبلاند – سوئيلی پښتونخوا – چمن


 


غزل


نور علی شاه ځلبلاند


اوښکوته می ګوره را روان  ئ  سيلابونه دی
و ينو می جوړ کړی په وطن کی دريابونه دی
نه پريږدی د غرو کاڼی هم ولی په سينو باندی
سر چپه  پراته  زموږ  د کلی  چنارونه   دی
اوس په څنګه راشی پسرلی خو ليونی شولو
بل  پر هره  پاڼه  د جنګونو  سره  اورونه  دی
ولاړه ئ باغوانه زموږ د ژوند کيسه نن ورانه شول
خړو اوبو اخيستی زموږ د باغ نازک ګلونه دی
تياری ددی وطن شولی اوږدی ئ (ځلبلانده)
نه درومی تم شوی د ژوندون ټول کاروانونه دی


 



غزل


نورعلی شاه ځلبلاند


زه په محبت کی له انکاره مرور يمه
نه ګوری و ماته له نګاره مرور يمه
زړګئ چه پری خبر نه وی شنډی ورته وخاندی
زه ددغه هسی رنګ اقراره مرور يمه
يو سو ارمانونه پټ سينو کی تر لحد پوری
زه د پښتنو له دغه کاره مرور يمه
حياده زموږ مينه وفا زموږ دستور دی
پټ تورو جاموکی له اغياره مرور يمه
(د ځلبلاند ) وجود دی ټوله ور زخمی زخمی کړی
عشقه ستا له اور ستا له انګاره مرور يمه


 


ایمل امیدی


څلوریزه


ستایادونه می ملګری تنهانه یم
پرهارونه می ملګری تنهانه یم
خوشحالی زماپرحال باندی ونکړی
ډیرغمونه می ملګری تنهانه یم



غزل


يوملنگ يمه دميني خراتونه ټولوم
ولاړ يم هردرگاه ته مينتونه ټولوم
يتيم غوندي مي گوري شوم محتاج دهريوچا
زيريږم که زوکليږم تيکليفونه ټولوم
دسرپه بايي اخلم تل دنوروحسرتونه
چه گټه راته نکړي تاوانونه ټولوم
گډيږم پربازاردرسوائي باندي نن بيا
دهرچاله ژوندونه داستانونه ټولوم
ثمرته نه رسيږي اميدي څه ئي کاوي
په آه اوپه زاريوارمانونه ټولوم


 



وکیلان



متن : غلو راغلي چې بیا دلته وکیلان شي
خدای دې ونکړي چې بیا دا وطن وران شي
نه یې علم نه هنر او نه کمال شته
په تش لاس به يې وطن څنګه ودان شي
د بې علم سړي او ملک تعلق څه وي ؟
په کشتۍ کې چې باد بان نه وي طوفان شي
تر ابده به پراته وي په تیارو کې
کوم قسمت پخپل لاسونو چې ویران شي
وایې وریځ چې د قبلې خیژي باران شي
که پاچا هم عادل نه وي ملک به وران شي
طاهري وې خدای دې داسې تندر راوړي
چې ورک پرې د وطن ټول خاینان شي


 شکرالله طاهري


 



 د جها ني په ويا ړ


تا په خپل را تلو کړ ه زمو ږپه بر خه خو شحا لي
د ا نن شپه جوړ ه شوې ستا په نو م د ه جها ني


تا په خپل ګډ ون سره راوبخښي وموږته ټول جهان
د ځا ن سره دي را و ړه د ا د ب د ملغلرو هميا ني


د ځا ن سر ه د ي ر ا و ړله ز مو ږ د ا نتظا رتحفه
د شعر و د ا د ب د نيا به ستا نو م يا د وي


په خوبکښي اوبه ويني د دريا ب په مينځ کښي تږي
دشعرو د ا د ب د تږ و تند ه ستا شعر ونه ما توي


تا د شعر و د ا د ب په ا سما نو کښي ځا ی نيو لې
څو ک چې د رک نشي کو لای تا پر مځکه لټو ي


د سپو ږمی ښکلا د ه پټه د ا ور يځو په څپو کښي
ستا شعر و نه د سپو ږ می د مخ پلو پو ر ته کوي


د لمر په څېر ځلاند ه ستا شعر و نه يو تر بل دي
په رشتيا چي ستا شعر و نه تو ري شپې رڼا کوي


با خبرو دا منلې چي بې سا ري دي شعر و نه دي
بې خبر ه ا نسا نا ن لمر په د و و ګو تو پټو ي


لکه ېی چي د شمسي نظا م ځلا ند ستورې پرمځکه
ستا د شعر و د ا د ب مقا م د ی وړ د د ر نا وي


ته چي وړ ېی دستا يني زما له خوادا ستا ينليک دی
فا روق مو ند لې د ه تل په رشتيا کښي کا مرا ني


 غلام – فا روق


 


 


غزل


رمضان ارماني پښتونخواکویټه


زمازړه ستادمینی کوردی کوردی
بل چي په مادمینی اوردی اوردی
زه ځکه ژاړم خودبه ژاړم ارمان
زړګی زماله دنیاتوردی توردی
زړه سوځوم دآزادۍ په لاره
لکه دښمن چي مي خپل وروردی وروردی
په غروکښي ستادعشق شپېلۍ وهمه
دلته زمادجانان کوردی کوردی
ته په دې خاوره لکه نه یې مین
لیلاوطن نه دي زړه موړدی موړدی
په ښکلې نوم دي ارماني سوم شیدا
زړه مي بدل په سوي سکوردی سکوردی


 


 


سرليک : لیلي
ليکوال : میوندوافا
ژباړن : خکسار
منبع : دمیوندوافادشعرونوڅخه


اي زماښاسته اونازنیني لیله
دنن خومي دزړه څاڅیږي ویني لیله
قسم دي قسم کوم باور په وکړه
ماته خوستاخبري دي شیریني لیله
زړګیه ستادخولي وړي وړي خبري
څومره دښایسته اوګلوریني لیله
میوندوافابه لیواني شي جوړبه نه شي
لاړبه شي په غوروته به يي ویني لیله


 


 


غزل


چی ستافکرکله خیال کی سر له را شي
د نړۍ دردونه زړه ځیګر له راشي


زه تړلئ یم د دود په ځنځیرونو
په هوا شم چی نظر ،نظر له راشي


د فطرت دجوړښتونو په قالب کی
شرمی خوښ نه دئ خو کورله شرله راشي


د اوبو کبان به پورته شي په غرونو
که د غره ښکاري يي بحر وبر له راشي


د عمل حا صل د هر سړي خوراک دئ
بس په پای کی به دی خپله ور را شي


څوک چی نه سنجوي ځان بی لاری درومي
سر به نه وړي که یو ځل خیبر له راشي


خدمتکار له خپلو کړو پښیمان نه دئ
دده یاد به دې یو وخت مهظر له راشي


محمد یوسف خدمتګارمزدورزوی


 


نظم ښاغلی جهاني صاحب ته



پرهیواد مين جهاني په خير راغلی
 ستا ليکنی روښانوی تياره زړونه


 هر یو شعر دې ويښه وی ويده قومونه
 ولس ته ورسپړی مدام پټ رازونه


په خپله خاوره قرباني په خیر راغلی
پر هیواد مین جهاني په خیر راغلی


 مسرې کړی جوړې څنک په څنک کتار کتار
 ساز شی ترې هسی د بیتونو ښکلې هار


 په کمال سر ته ورسوی دغه کار
پښتو د ادب ارماني په خير راغلی


پر هیواد مين جهاني په خير راغلی
 د لر او بر په غم غمجن يې زوریږی


 پښتون په تباهی خپه يې ژړیږی
 د ګلانو په سوزولو ګړیږی


ټبرونو دي ځان ځاني په خیر راغلی
پر هیواد مين جهاني په خير راغلی


بيلجيم د انتورپن ښار


 


 


سلاح په پارلمان


يوه هايکو


 په پارلمان کې خو سلاح نشته دی
 کنه خو هلته به هم اور بل وه
 وکيلان يو بل په بوتلو ولي


حفيظ مليار ويانا د اتريش ښار


 



ملا که ای اس ای


د ملا جامې دي سپينې زړه يې تور دی
نن وطن لره د ده وجود پېغور دی


هم له ده څخه راپېښه ده پوهېږم
زما جونګړې ته لوېدلی دی چې نن اور دی


د پنجاب پر تورلېنګي يې ايمان خرڅ کړ
بې ضميره وطن فروش دی حال يې نور دی


شومې سترګې د جومات حرامي ګوره
دا ناپوه جاهل شين خر دی پر خره سپور دی


ځان وژونکی لکه خر هسې مردار شي
په ژوندون کې د دوزخ پر لمبو سپور دی


د محراب په دې لوی ږيرې باور نشته
خپل اولاد ورڅخه ګورئ نفس يې زور دی


ړوند يې مه بولئ سپۍ سترګي درته چوک دی
خو حق نه پېژني سپينه ورځ شبکور دی


دا دله دووس به کله له موږ ورک شي
تل برباد د ده له لاسه افغان کور دی


مرګ دی مرګ دی د توري پر تالي څټو
پښتونخوا ښکلي زلميو دغه شور دی


دا مړ شوی خر به هله ښخوو نن
ژر يې راوړئ موږ کيندلی ورته ګور دی


د پنجاب له دالو ډکه بادي ګېډه
په حُجره کې نيمه شپه د ګوزو شور دی


دا بې ننګه بې ناموسه بې وطنه
پت عزت يې ليلام شوی پر لاهور دی


وهابي که دېوبندی که پيرپرست دی
پرې لعنت شه چې وژونکی د خپل ورور دی


د ړانده په امارت کې غومبر ګوره
آی ايس آی د قاتلانو زښته زور دی


د ملا له غولتوبۍ نه وطن وران دی
زما دښمن او د پردۍ سينې ټکور دی


ټول جهان کي ښکلاګانې خنداګانې
نن يوازې زما پر مېنه ماتم خپور دی


زړه سواند افغان، ۷ جولای ۲۰۱۰