دلدار ننګرهاری
ننګرهار چې په هېواد کې دسولې د کاله په نامه يادېده په دې وروستيو کې د ځايي چارواکيو د نه پاملرنې له امله د ناامنۍ په ډګر بدل شوى. وسله وال طالبان له غرونو هوارې او په ځانګړې توګه د ننګرهار زړه جلالکوټ ته راورسېدل. په رڼا ورځ پر حلقوي سړک د تېلو ټانکرونه سوزول، پر هوايي ډګر ځانمرګي بريدونه او د توغنديو ويشتل، په تالاشۍ څلور لارې کې بمي چاودنې او په ښار کې د شپاڼو ( شبنامو ) خپرول يې هغه څرګندې نښې دي، چې هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولاى. څه موده وړاندې حالات دومره نه وو خراب او هر چا په ډاډه زړه خپله خواري مزدوري کوله، خو نن سبا امنيتي وضعه دومره خرابه ده، چې خلک په خپلو کورونو کې هم د خونديتوب احساس نه شي کولاى. داسې ورځ دې اور واخلي چې له ننګرهاره به د مرګ ژوبلې خبرونه نه خپرېږي.
ددې ټولو نا امنيولامل د ننګرهار د چارواکيو بې غوري ده، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره يې ولس ته شا کړې او د امنيت ساتنې پر ځاى د خپلو جيبونو ډکولو په غم کې دي. دوى په خپلو مزو چړچو اخته دي او له لاسه يې بې ګناه ولسي خلک قرباني کېږي.
بله غټه ستونزه چې ولس ورسره لاس او ګرېوان دى او تل پکې ورته مرګ ژوبله اوړي هغه د زمکو پرسر شخړې او ناندرۍ دي چې تر ننه يې سلګونه ولسي وګړي د غم پر ټغر کينولي. په دې پېښو کې هم يو شمېر چارواکي لاس لري چې د يوې ټوټې زمکې او څو نمرو لپاره دوه قومونه سره جنګوي. هېڅوک داسې ثبوت نه شي ورکولاى، چې د ننګرهار په غصب شوې زمکه او ډاګونو کې دې چارواکي او زورواکي برخه ونه لري. د زمکې په هره مسئله کې د زر او زور خاوندان لاس لري او کله چې خبره سپيناوي ته وځي، نو خلکو ته معلومېږي چې چارواکيو کباب پرې ايښى وي او سيخ سيزلى.
درېيمه ستونزه په ننګرهار کې د اداري فساد ده چې خپل اوج ته رسېدلى او ورځ تربلې دا لړۍ نوره هم پراخېږي، فساد په هره دولتي اداره کې خپلې ريښې دومره زغلولي چې اوس يې د مهار کولو چل چاته نه ورځي. بډې او رشوت دومره دود شوى، چې په بې پيسو او ټيټو ادارو کې مامورين له خپلو مراجعينو نه د يوه ډيو او لس روپۍ وال جوس غوښتنه کوي. لوړو دولتي عايداتي ادارو ته بيا چارواکيو مهالوېش جوړ کړې، چې د باور لپاره يو څه پيسې دولتي زېرمې ته و استوي او پاتې په خپل اکاونټ کې جمع کړي. په دې تېرو درې څلور کالو کې د بې کفايتۍ او بډې اخيستنې له امله هېڅ کوم چارواکى نه چا له خپلې دندې ګوښه کړ او نه يې د قانون منګولو ته وسپاره. ولسوالان او رييسان بدلېږي رابدلېږي، خو په کور نه کېنول کېږي. دلته ولس ته دا پوښتنه پیدا کېږی، چې دولت همدې څو تنو ته څوکۍ په اجاره ورکړي. له دې کاره معلومېږي چې ټول چارواکي په دې ټولو ناوړه چاروکې سره يوه خوله دي او چل يې ولس ته جوړ کړى. که په ننګرهار کې دا حالت همداسې دوام وکړي او مرکزي دولت هم چپه خوله پاتې شي، نو بهرنيان، دولت او ملت به په هلمند او کندهار شکر وباسي.