هدف:
موضوع مو انتخاب کړه، اوس څه وکړو؟
څه موده وړاندې يو چا له جلال اباد څخه زنګ راته وهلی و، ويل يې:
” لنډه کيسه ليکم، خو نه پوهېږم چې ولې رانه اوږديږي؟ “
ډيری ليکوالان چې کله موضوع پيدا کړي، له فکر کولو پرته يې په ليکلو يې پيل کوي، دا ډول کيسې ښې نه راځي، له فوکسه ( تمرکزه ) وځي، هدف يې نه وي مالوم، يوې بلې خواته غځيږي، نه ليکوال خوند ترې اخيستی شي او نه هم لوستونکو ته په زړه پوري وي، ځکه نو د کيسو د ليکلو له پاره د هدف درلودل مهم دی.
هدف څه ته وايو؟
په دفتر کې کار کوئ، د رخصتۍ وخت دی، له کوره زنګ درته راځي، وايي چې ميلمانه لرو، سودا درسره راوړه!
طبيعي ده چې پوښتنه کوئ.
_ څه شی په کار دي؟
_ په ميلمنو کې يو ناروغه دی، د سا لنډۍ ستونزه لري، ډاکټر ورته ويلې چې د چرګ ښوروا څښه! چرګ په کور کې ګرځې، له اخيستلو يې خلاص يو، خو تر کاري نشته!
خبره روښانه شوه، نه د قصابۍ دوکان ته ځی او نه هم په وريجو پسې ګرځئ، هدف تر کاري ده.
که په کيسه کې هدف و لرو، موضوع هرې خواته نه رانه ځي او په طبيعې توګه غځيږي.
هدف د ديوال د تهداب په څېر دی، که تهداب کوږ او خام وي، نو بد شکله او کمزورې پخڅه به ووهو،
خو څنګه هدف؟
١_يوه ورځ مې په يوه مجله کې يوه کيسه ولوسته، د کيسې موضوع ډېره عمومې وه، ليکوال هڅه کړې وه چې په کيسه کې د قاتل عواقب انځور کړي. ده په دوو _ دريو مخونو کې دومره خبرې را اخيستې وې چې يو ناول پرې ليکل کيدای شوی، هرې خواته تللی و،خو يوه خوا يې هم نه وه پوره کړې. زه ونه پوهيدم چې د دې کيسې له ليکلو څخه د ليکوال هدف څه و، لوستونکي ته يې څه لرل، هغه يې په کومه برخه پوهاوه؟
که واورو چې يو چا قتل کړيدی، په ذهن کې به مو په لسګونو پوښتنې را پيدا شي؟
١_ ولي يې قتل وکړ؟
٢_تر قتل مخکې يې څه ډول احساسات درلودل؟
٣_د قتل د عملي کولو له پاره يې څه ډول پلان جوړ کړ؟
٤_مقتول يې څنګه پيدا کړ؟
٥_څنګه يې وواژه؟
_ ګټه يې څه وه؟
٧_پوليسو څنګه ونيو؟
٨_ د نيولو پر مهال يې څه ډول احساس درلود؟
٩_ کله چې يې کورنۍ خبره شوه، څه يې وکړل؟
١٠_ قاتل چې کله په زندان کې د پنجرو تر شا په زړو او شلېدلوجامو کې خپله مېرمن او ماشومان وليدل، له روانې پلوه يې څه حال درلود؟
١١_په زندان کې يې ژوند څنګه و؟
١٢_ډوډۍ يې ښه وه؟
١٣_ د ازادی په اړه يې څه فکر کاوه؟
او په لسګونو دا ډول نورې پوښتنې.
که ناول ليکو کيدای شې چې ياد شوي ټول اهداف پکې راوړو، ځکه په ناول کې مو لاس خلاص دی، هر لور ته يې غځولی شو، خو لنډه کيسه داسي نه ده، د لنډې کيسې له پاره به يو کوچينی هدف ټاکو، کله چې هدف کوچنی و، موضوع هم ښه فوکس پيدا کوي او هر لور ته نه رانه ځي.
غواړو چې په ونه کې د يوې مرغۍ عکس واخلو، هدف مو يواځې په هسکه څانګه کې ناسته مرغۍ ده، ځکه نو په کمره کې ګورو، د کمرې د زوم پر بټنه فشار راوړو، مرغۍ مو د سترګو مخې ته دريږي.
يو بل مثال:
زه کوچنی وم، د عينکو يوه شيشه مې پيدا کړه، له ليرې مې کاغذ ته ونيوله، خو کاغذ ونه سوځېد، ځکه له شيشې څخه د لمر تېرېدونکې وړانګې د کاغذ په ټولو برخو مساوي لګېدې، خو وروسته مې چې شيشه کاغذ ته ور نږدې کړه،اول په کاغذ کې يو ټکی تور شو، بيا يې اور واخيست.
دلته د لمر وړانګې يواځې په يوه ټکي راټولې شوې. کيسه هم همداسي ده، ووړ هدف ورته وټاکئ،ووړ هدف فوکس لري،کيسه رانه هرلوري ته خپريږي.
د پورتني لست ياده شوې هره موضوع يوه کاميابه کيسه ورکوي، مثلا لسمه موضوع را اخلو، د پاڼې په سر کې ليکو:
د کسې نوم: د پنجرو تر شا
هدف : د دې کيسې له ليکلو څخه يواځې يو هدف لرم، غواړم لوستونکی په دې وپوهوم چې که يو څوک قتل وکړي، نو د زندان د پنجرو تر شا به د خپلې ښځې او ماشومانو په ليدو له روانې اړخه څومره ځوريږي؟
د کيسې هدف و ټاکل شو، که دا هدف په کاغذ کې ليکلی وي او د کيسې د ليکلو پر مهال ليکوال کله کله ورته وګوري، نو په ليکنه کې به هيڅکله بله موضوع ور ګډه نه کړي، په دې پسې به نه ګرځي چې د قتل تخشه څه وه؟ ولي يې قتل وکړ؟ پولسو څنګه ونيو؟….. او داسي نورې پوښتنې، ځکه دلته اصلي هدف ليکل شويدی، هدف دا دی چې قتل مه کوه! که نه ستا به هم د خپلي کورنۍ ليدو ته سترګې وخيژې.
هره هغه خبره چې په هدف پورې اړه نه لري او بلې خواته ځې، بله کيسه پرې ليکلی شو، خو په دې کيسه کې ځای نه لري.
د کوچيني هدف ټاکل کيسه چاڼوې او اضافه خبرې ترې باسي، هڅه وکړئ چې وړه موضوع انتخاب کړئ، فکر ورته وکړئ، هدف ورته وليکئ او کيسه د هدف له مخې وغځوئ.
٢_د هدف ټاکل د ليکوال فکر راټولوي، کله چې فکر راټول شو، ذهن مو يواځې د موضوع په هغه زاويه راګرځي چې کيسه پرې ليکو.
يو څوک شطرنج ته ناست دی، هدف يې د لوبې ګټل دي، دی د لوبې تر پايه د بل څه په اړه فکر نه کوي، يواځې د شطرنج تختې ته ګوري، فکر يې سره راټول دی، يو ساعت، دوه ساعته، درې ساعته، يواځې د لوبې د ګټلو په اړه فکر کوي.
کيسه هم همداسي ده، که هدف ورته ولرو، فکر به مو يواځې د هدف په لاسته راوړلو پسې ګرځي، ژور فکر به کوو، نتيجه به يې ښه وي.
٣_د هدف ټاکل د تصوير په جوړونه کې هم مهم رول لري، مخکې مو يادونه وکړه چې د کيسې له پاره بايد کوچينی هدف ولرو، د هدف درلودل کيسه تصويرې کوي او نوي تصويرونه مو په ذهن کې راګرځي.
بېرته د شطرنج مثال ته را ګرځو.
په کوټه کې هر څه دي، مېز، چوکۍ، غالۍ، پردې، پر ديوال را ځړېدلې تابلوګانې، د ديوالي ساعت ټکا….هر څه، خو د شطرنج لوبغاړی په دې يوه پسې هم نه ګرځي، هدف يې يواځې د شطرنج ګټل دي، شطرنج خپله تخته لري، دی يواځې همدې تختې ته ګوري، ټول پام يې سپينو او تورو خانو او د شطرنچ دانو ته دی، کله کله د حريف لاس هم تختې ته ور اوږديږي، دی يې يواځې ګوتو ته ګوري، خو له ګوتو سره يې کومه علاقه نه لري ، د هغه لستوڼې ته يې هم سترګې نه ور اوړي، په دې پسې يې نه ګرځې چې رنګ يې څه دی او په څه ډول تار ګنډل شوی، دی يواځې د حريف په ګوتو کې نيولې دانې ته ګوري چې چېرته يې ږدي او د ده راتلونکی حرکت به څه وي؟
لوبغاړی يواځې د شطرنج تختې ته دقيق دی، که يو مچ پر تخته کښينې شړي يې ، وروسته بيا په دې پسې نه ګرځې چې ده ته نږدې د چايو په پياله کې ولوېد که په بله خوا لاړ، ان د دانو ( پاچا، وزير، اس، پياده ) شکلونه يې هم په ذهن کې حک شويدي، که يې څوک د ظاهري جوړښت په اړه پوښتنه وکړي، ستونزه نه لري، ښه يې ورته تشريح کولای شي.
لوبغاړی د خپل هدف په لاسته راوړلو کې دومره ژور تللی چې د شطرنج د تختې پر سر د دوړو ذرې هم ويني.
ځکه نو کيسې ته د هدف ټاګل، هغه تصويرونه راباندې ويني چې تر اوسه د بل ليکوال پام نه وي ور اوښتی. که کيسه هدف ولري، عمومي، تکراري او اضافه تصوير به ور نه کړو، تصويرونه به دقيق وي، فکر به مو يواځې د شطرنج په څلور کونجه تخته کې راټول وي او له موضوع وتلې تصويرونه به نه را اخلو.
٤_ د هدف درلودل د اضافه خبرو مخه نيسي.
د فوټبال لوبه به مو ليدلې وي، لوبغاړي نوي دقيقې منډې وهي، هدف يې مالوم دی، ګول وهل او مقابلې ډلې ته ماته ورکول.
د لوبې پر مهال لوبغاړي څه وايي؟
د دوی ټولې خبرې يواځې د لوبې په اړه وي، نه تيره لوبه او نه هم راتلونکې، هماغه ساعت ، د هماغه لوبې له پاره چيغې وهي….
” پاس راکړه! مخکې شه، حريف ونيسه، ګول…”
دوی په نوي دقيقو کې د بل څه په اړه فکرنه کوي، نه د سياست په اړه غږيږي، نه د خوراک غم ور سره وي او نه هم دا وايي چې پاچا دوې اوزې لري او که نه؟!
ټول فکر، هواس او خبرې يې يواځې د لوبې ګټلو ته ځانګړي کړي وي، د فوټبال په مستطيل شکله ميدان کې راګرځي، نه اضافه خبرې کوي او نه هم بله موضوع مينځته را اچوي.
لنډه کيسه هم همداسې ده، که هدف ولرو، همدا هدف مو په طبيعي توګه اضافه خبرو ته نه پريږدي، کرکټرونه به بيځايه نه غږوو، هره جمله به مفهوم او مانا لري او په هدف پورې به تړلې وي.
په عمومي توګه، هدف په کاغذ کې د ليکلي ادرس غوندی دی، که ادرس درسره وي، په ګڼ او نابلده ښار کې په اسانۍسره هغه ځای موندلی شئ چې هدف مو وي.