د جوزا په ۱۲، د مشورتي جرګې په لومړۍ ورځ ښاغلي صبغت الله مجددي په خپلې وینا کې وویل: بهرني پوځونه په افغانستان کښې زموږ مېلمانه دي. دوى ته په هر ډول زیان رسول حرام دي!
ددې لپاره چې د جرګې د تیریدو څخه کابو یوه میاشت تیره شوې ده، نو ددې موضوع په هکله د لیکلو څخه دې ګران لوستونکي دا برداشت و نه کړي چې ګوندې زه د خبرونو په اخذ کې ډیر وروسته یم، بلکه دا لیکنه مې ځکه وځنډوله ترڅو وګورم چې آیا تر ما مخکې بل چا هم دې ته پام شوى دى او که نه؟ آیا له بل چا سره هم د الله پر دین غیرت راځي او که نه؟ خو بدبختانه چې په دغې خاورې کښې پراته ټول مسلمانان، حتی هغه کسان چې ورته ملا صاحب، مولوي صاحب، آغا صاحب او داسې نور ورته ونه وايې، خوله به در ماته کړي، پرې غلي پاتی شول. نو له دې کبله زما په شان یو معمولی شخص پرې لیکي.
دا ډیره جالبه خبره ده، چې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر او هغه شخص کوم چې خپل ځان ته د یو روحاني شخصیت او مشر خطاب کوي، کوم چې خپل هر سوچ او عمل ته د الله تعالی د حکم او رضا سره د تړون ورکولو دعوی کوي، دیرغلګرو د رضا او د هغې په نتیجې کې دنیوي مقام او ثروت د لانور تر لاسه کولو په موخه د الله ج د ټولو احکامو پر خلاف حلال حرام او حرام حلال ګڼي، او دا په لاندې ډول:
حلال حرامول:
نن ورځ دغه کافر یرغلګر او ښکیلاکګر پوځونه په هماغه اسلوب سره چې فرعونیانو کاراوه، زمونږ نارینه وژني او ښځینه ژوندۍ پریږدي، په هماغه اسلوب سره چې روسانو به کاراوه، د خلکو کور کلې ورانوي او په هماغه شان چې صلیبیانو به زمونږ د ښځو او نرو پر عزتونو تیرى کوي، ماشومان، ښځې او نر په نښه کوي، خو ددې پر ځاى چې دغو انسان نما، ځناورو ته دې د فرعونیانو خطاب وشي، ځیني شته چې ورته د مېلمنو خطاب کوي. یوې زمانې کې، کله چې ډالر پر شا ولاړ و، نو همدغو اشخاصو به پوره په پوره آوازونه کول چې، اسلام در خطر است، ناموس در خطر است، خو اوس کله چې ډالر، اسلام او ناموس ته په ریښتیا سره خطر وګرځید، همدغه افراد اوس دغو تیري کونکیو ته د مېلمنو خطاب کوي، او خلک دې ته هڅوی چې کله ستاسو په ناموس، عزت، دین او مال باندې تیرې وشو، نو ورسره مقابله نه، بلکه ورته مېلمه پالنه وکړئ، پسه حلال کړئ، او…..
الله جل جلاله د مسلمان د دین، عزت، مال، ناموس او عفت ساتنه پر هر مسلمان فرض کړې ده او دغه ساتنه یا دفاع يې جهاد نومولې ده. دغه جهاد که د طلب وي او که د دفاع، خو بیا هم ټول او ټول د مسلمان د مال او ځان پر سر څرخیږي کوم چې اسلام دى. که چیرې د مسلمان دغه هرڅه (اسلام) تر یرغل لاندې راشي، نو هر مسلمان باندې دا فرض کیږي چې ددې پر وړاندې پاڅون وکړي. خو اوس مهال دا شان افراد شته دي چې دغه پاڅون او یا هم ددې په نتیجې کې دغه غاصبینو ته د ځاني او مالي تاوان اړولو ته د حرام حیثیت ورکوي. دوى په حقیقت کښې د الله تعالی د حکم د بدلولو سره ددې کوښښ کوي ترڅو څرنګه د دغو ځناور
و موجودیت ته مشروعیت او د هغوى پر وړاندې هر ډول پاڅون ته ممنوعیت ورکړي.
حرام حلالول:
که کشر وي او که مشر، دا هر یو شخص ته جوته ده چې اوس مهال افغانستان د صلیبي او استعمارګر غرب له خوا غصب شوى او په دې کښې جوړ او قايم دولت د یو لادین یعنې سیکولر نظام پر بنسټ ولاړ دى. دا هغه څه دي چې د الله ج د حکم، ان الحکم الا لله (چې په یقین سره حکم یوازې الله پورې اړه لري) او د الله ج د هغه حکم سره چې، و ان حکم بما انزل الله (او حکم وکړئ په هغه څه چې الله ج نازل کړي دي) سره په ښکاره توګه مخالفت لري.
برسیره پر دې دا د هغه آیت سره په تضاد کښې دى، کوم چې الله ج فرمایلي دي: لیس للکفرین علی المومنین سبیلا، یعنې، کفارو ته هیڅ کله هم د مومنینو پر سر قدرت نشته. زمونږ لويې جرګې ددوى له خوا رابلل کیږي، زمونږ دولت ددوى له خوا راتپل کیږي، زمونږ ټاکنې ددوى له خوا ترسره کیږي، زمونږ قوانین ددوى له خوا بدلیږي، زمونږ د محاکمو فیصلې ددوى له خوا بدلیږي، زمونږ چارواکي ددوى له خوا ټاکل او یا لرې کیږي.
ددې سره په خوا کې هر یو شخص پوهیږي چې د افغانستان اوسنى ټول سیاست یعنې د چارو پر مخ بیول، د یرغلګرو استعمارګرو له خوا څارل کیږي، چې دا راثابتوي چې دوى په افغانستان کښې مېلمانه نه بلکه د غاصبینو او یا هم مالکانو رول لوبوي. افغانستان د دوى په ولکه کې دى او د هغې ټولې چارې ددوى د خوښې سره سم پر مخ بیول کیږي. نو لدې امله له یوې خوا دا خو د هغه څه سره چې د مېلمه ټکى (لغت) څخه افغاني او اسلامي تعریف دى، په تضاد کښې واقع کیږي بلکه د هغې د نړیوال تعریف سره هم په تضاد کښې واقع کیږي. له بلې خوا دا د هغه څه سره سمون نلري چې ورته ښکیلاک، یرغل، غصب، او داسې نور وايي. که داسې وې، نو اسراییل په فلسطین کښې، هند همدارنګه په کشمیر، کښې انګریزان او فرانسویان په افریقې او نورې نړۍ کښې، روس په مرکزي آسیا او شرقي اروپا کښې او چین په شرقی ترکستان کې او په همدې ډول امریکه، انګلیس او د هغې د دیرشو څخه زیات نور صلیبی ملګري هیوادونه په افغانستان، عراق او نورې نړۍ کښې مېلمانه دي.
زه خو نپوهیږم چې ددوى پوهه د لغاتو په اړه کمزورې ده او که زمونږ. زه نه پوهیږم چې ددوى مېلمانه دا شان وي که زمونږه؟ او زه نه پوهیږم چې دوى خپل عقل، ایمان او غیرت له لاسه ورکړى دى او که مونږه؟
خیر که څومره هم بې منطقه وي، خو بیا هم لږ څه خو، د یو مسلمان په سترګو کې د حیا یو څه څرک وي، خو چې کله دغو ته ګورو نو په خپل ځان وشرمیږو. هو، هغه چا چې ټول عمر یې د حرامو د ترلاسه کولو په موخه د کفر په خدمت کښې تیر شوى وي، او د مسلمانو مجاهدینو پر قربانیو یې تجارت کړى وي، د هغې نه به همدغه طمع کیږي، نور څه خو به نه وي، نو بیا ولې مونږ لا تر اوسه هم غلي ناست یو او دې ته اجازه ورکوو چې دوى زمونږ مشران وبلل شي.
الله ج فرمایلی دي، و من لم یحکم بما انزل الله فأولئک هم الکافرون، او چې څوک هم په هغه څه حکم نه کوي (په یقین سره) کوم چې د الله ج له اړخه رالیږل شوي دي، نو دوى دي کافران. زه دا پوښتم چې په کوم دلیل سره دغه افراد دغه شان فتوا ګانې او یا هم اجتهادات ورکوي. که ددوى سره کوم بیل قران وي، نو مونږ ته دې راؤښایي، که نه نو آیا داسې څوک شته چې ددوى مخه ونیسی؟ ځکه چې په کوم ډول دوى د اسلام پسې یې راخیستې ده، نو ګومان نه کوم چې زما زوى (محمد چې اوس یو نیم کلن دى) به راتلونکی کې مسلمان پاتي شي. ځکه چې دغه شان کسانو د افغاني ټولنې څخه یې یو دا شان مردار ډنډ جوړ کړ چې په هرډول کب پکې مرداريږي کیږي او د پاک پاتې کیدو یې هیڅ چانس هم نه پاتي کیږي.
تاسو دا په یاد ولرئ چې یو نه یوه ورځ به الله ته مخامخ کیږئ، نو بیا به مو ځواب څه وي؟ تاسو خپل خاموشۍ ته به څه دلیل ولرئ؟ آیا تاسو سره به دا فخر وي چې مونږ خپلو پاتو ته یوه اسلامي ټولنه محفوظه وساتله تر څو دوى هم پکې مسلمان پاتي شی؟ آیا تاسو به الله جل جلاله ته دا ویاړ ښودلې شئ چې یا الله، کوم هغه ویاړونه، لارښوونې، امتیازات، ارزښتونه او نعموتنه چې تاسو را ته راسپارلي وو، مونږ د هغې په ګډه ننګه او دفاع وکړله. مونږ نر او ښځو د هغې د دفاع لپاره آواز پورته کړ او د هغو شان کسانو مخه مو ؤنیوله چې هغو امانتونو ته زیان ورسوي کوم چې تا را ته راسپارلی وو او مونږه دغه ټول خپلو پاتي نسلونو ته سلامت انتقال کړل، مونږ د حق په ویلو سره او د ستا ددین پر سر د غیرت کولو له امله د هیچ چا څخه ونه ويریدو.
آیا تاسو به همداشان په ویاړ سره وويلاى شئ؟ او که دا به وایئ: چې اې الله مونږ د آزادي بیان دفاع وکړه، مونږ د شخصی آزادۍ دفاع وکړه، مونږ د ډالرو دفاع وکړه، مونږ د ډموکراسۍ دفاع وکړه، مونږ سودي بانکونو ته د کار جواز ورکړ، مونږ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مخه ونیوله، مونږ د ستا د رسول په شان کې د ګستاخۍ پروړاندې خاموش کښیناستو، مونږ د خپلو خویندو، لوڼو او میندو په عزتونو تیری کونکیو ته پناه او مډالونه ورکړل او چې زمونږ پر حق کې څه هم وشول، مونږ ورته خاموشه کښیناستو.
کوم یو ځواب ورکول غواړئ؟ په یاد ولرئ، چې الله جل جلاله د بد حالت څخه ښه ته د ټولنې د بدلون لپاره یو شرط ایښودلى دى، او هغه دا چې:
ان الله لایغییرو ما بقوم حتی یغییرو ما بانفسهم
(( په تحقيق سره الله جل جلاله به ستاسو حالت تر هغه بدل نکړي، تر څو چې په خپله خوښه په خپلو ځانونو کې بدولون را نه ولو))
نو پاتي ستاسو خوښه ده!