د عراق په مرکز بغداد کي د یوه شیعه فیسټوال پر مهال د یوه ځانمرګي برید له امله ۳۰ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ. ځانمرګي برید کونکي پخپله اغوستل سوي صدرۍ یا واسکټ کي ځای پر ځای سوي بمونه هغه وخت والوزول، کله چي زیات شمېر خلګ د موسی الخادم نومي عبادت ځای ته روان وه .
ویل کیږي چي ځانمرګی برید د یوه پل سره تر سره سوئ دئ، چیري چي په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کي ناببره د یوه ځای پر ځای سوي بم د آوازې د خپرېدو او په خلګو کي د غوغا د ګډېدو وروسته شاوخوا ۹۰۰ تنه له منځه ولاړل .
د تازه ترسره سوي ځانمرګي برید مسئولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخیستئ .
د تائید سویو راپورونو له مخي دا پېښه په داسي حال کي رامنځته سوه، چي شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ تنه عسکر د امنیت د ساتلو لپاره په کار بوخت وه . علاوه پر دې په ټوله بغداد او په ځانګړې توګه د موسی الخادم نومي عبادت ځای په چاپیریال کي د موټرانو او موټرسایکلانو چلول بند وه.
د شیعه په دې فیسټوال کي، چي د صدام حسین په زمانه کي منع وو، شاوخوا یو میلیون تنو د راتګ اټکل سوئ دئ . په دې فیسټیوال کي د فیسټیوال ګډون کونکي د امام خادم یاد لمانځي . امام خادم د شیعه په ټولۍ کي د دوولسو مشهورو او مهمو شخصیتونو څخه اووم مهم شخصیت دئ .


لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه