کور / تازه خبرونه / په ترافيكي پيښه كي ۲۳ تنوته مرګ ژوبله واوښتله

په ترافيكي پيښه كي ۲۳ تنوته مرګ ژوبله واوښتله

پيښه نن سهار دزابل ولايت دشاجوي ولسوالي دحسن كاريز په سيمه كي رامنځته شوې ده.
دشاجوي ولسوال عبدالقيوم دجنګاښ پر۱۶ لراوبر ته وويل چه پيښه نن سهار دكابل كندهار پرلويه لارديوه ۳۰۳ ډوله مسافروړنكي موټر اومازدا دټكرله امله رامنځ ته شوه.
نوموړي وايي چه په پيښه كي ۴ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.
ولسوال وايي چه مړي اوټپيان يي دشاجوي روغتون ته راانتقال كړي دي چه دځينو ټپيان روغتيايي حالت دانديښني وړدي
ده وويل هغه ټپيان چه روغتيايي حالت يي ښه ندي هغه به دايساف په همكاري د څرخکو په واسطه كابل ياكندهارته واستوي.
ديادوني وړده چه څوورځي وړاندي هم دزابل په شاجوي ولسوالي په يوه ترافيكي پيښه كي ۱۱ تتوته مرګ ژوبل اوښتي وه.