د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر نن په کابل کي خبريالانو ته وويل چي افغان حکومت ته تر اوسه د پاکستان له خوا د طالبانو د مشر ملامحمدعمر د نيولو په هکله خبر نه دئ ورکړل سوئ.
نوموړي وويل چي کله د پاکستان حکومت رسمي خبر دوى ته ورکړي وروسته به په دې باب افغان حکومت خپل دريځ څرګند کړي.
د طالبانو د مشر ملامحمدعمر د نيولو خبر يو ځل د مې پر ١٧ – مه يوه امريکايي پوځي مامور خپور کړ، چي اوس بيا په ځينو لوېديځو او پاکستاني مطبوعاتو کي راپورته سوئ دئ.
راپورونه وايي چي ملامحمدعمر د مارچ پر ٢٧ – مه د سيند ايالت په کراچي ښار کي نيول سوئ دئ او اوس د پاکستان د حکومت په لاس کي دئ.
خو تر دې دمه د پاکستان حکومت او طالبانو څه نه دي ويلي.