کور / خبرتیا او پيغامونه / يو ضروري اعلان!

يو ضروري اعلان!

يو ١٨ کلن زلمى چي خليل احمد نومېږي وايي درې کلن وو چي شاوخوا ١٥ کاله دمخه د بلوچستان ايالت د کوټي په ښار کي له کورنۍ او دوستانو څخه ورک سوى دئ، د نوموړي په وينا له هغه وخت راهيسي د کورنۍ په هکله هيڅ معلومات نه لري.
خليل احمد د کندهار د ميرويس روغتون له يوه کارکوونکي عبدالله حميدزي سره تماس نيولى او د خپلي کورنۍ په هکله د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.
هر څوک چي د دې ځوان د کورنۍ په باب معلومات لري کولاى سي، چي د مبايل پر دغه شمېره باندي تماس ونيسي.
0700322920