کور / تازه خبرونه / باجوړ: د علم دښمنانو دوه ښوونځي وران کړل

باجوړ: د علم دښمنانو دوه ښوونځي وران کړل

د پښتونخوا ايالت په نيمه قبايلي سيمه باجوړ ايجنسي کي تېره شپه دوه ښوونځي د نامعلومو کسانو له خوا په بمونو الوزول سوي دي.
پوليټيکل چارواکي وايي دواړه ښوونځي چي د ښار په علاقه کي وو يو د نجونو او بل د هلکانو لومړني ښوونځي وو، چي د دولت له خوا تمويلېدل.
د راپورونو له مخي په باجوړ ايجنسي کي شاوخوا نيوي ښوونځي په تېرو څو مياشتو کي د نامعلومو کسانو له خوا وران سوي دي.
د لراوبر افغانستان په پښتني سيمو کي له تېرو څو کلونو راهيسي ښوونځي ورانېږي، شاګردان مسمومېږي او وژل کېږي چي د شنونکو په وينا تر شا يې د غټو استخباراتي کړيو لاس دئ او په دې سره غواړي چي د پښتنو ماشومان د تعليم له ښېګڼي محروم کړي.