کور / تازه خبرونه / ترکيې اسرائيلو ته اخطار ورکړ

ترکيې اسرائيلو ته اخطار ورکړ

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير داود اوغلو ويلي که اسرائيل له دوى څخه بخښنه ونه غواړي، هيواد به يې له اسرائيلو سره خپل ټول سياسي روابط پرې کړي.
داود اوغلو ويلي اسرائيل دي رسماً له ترکيې څخه د دوى د هغه اقدام په هکله بخښنه وغواړي چي تېره مياشت يې غزې ته په بشري مرستو بار يوه بېړۍ باندي حمله کړې وه، د بېړۍ عملې او مرستي رسوونکي ټيم ته يې مرګ ژوبله اړولې او مرستي ضبط کړي وې.
بلي خوا ته د اسرائيلو حکومت ويلي د خپل پوځ د دې اقدام په هکله به بخښنه ونه غواړي.