د رومانيې هيواد وايي يوه پوځي الوتکه يې رالوېدلې چي ١١ عسکر يې د لاسه پکښي ورکړي دي.
د رومانيې د دفاع وزارت ويلي دغه الوتکه د تزولا له پوځي هوايي ډګره والوته او هوا ته له پورته کېدو سره سم يې اور واخيست او مځکي ته راولوېده.
د الوتکي د او اخيستلو علت تر اوسه نه دئ معلوم، خو چارواکي وايي په دې باب يې پلټني پيل کړي دي.