کور / تازه خبرونه / د ملا محمدعمر د نيولو آوازه يو ځل بيا ګرمه سوه

د ملا محمدعمر د نيولو آوازه يو ځل بيا ګرمه سوه

يوه امريکايي بلاګر په ليکلي چي د طالبانو مشر ملامحمدعمر د مارچ د مياشتي پر ٢٧ – مه نېټه په کراچي کي نيول سوئ دئ.
نوموړى چي د امريکايي پوځ او استخباراتو سره نيژدې اړيکي لري دغه خبر يې د خپلو سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط خپور کړئ دئ.
د طالبانو د مشر ملامحمدعمر د نيولو خبر د مې په مياشت کي په لومړي ځل يوه امريکايي پوځي مقام چي تازه له افغانستان څخه ستون سوئ وو، په خپل ويبلاګ کي هم ورکړى وو، چي نه طالبانو، نه د پاکستان حکومت او نه هم امريکايانو رد يا تائېد کړ.
د ملا محمدعمر د نيولو خبرونو چي دا ځل پاکستاني رسنيو ته هم لاره کړې تر اوسه يې په هکله طالبانو، پاکستان او امريکا څه نه دي ويلي، خو تر دې دمخه چي هر ځل د طالبانو د کوم مشر د نيولو راپورونه خپاره سوي طالبانو کلک رد کړي دي.
طالبانو تر پايه د ملامحمدعمر د مرستيال ملا عبدالغني برادر نيول کېدل ونه منل، خو وروسته يې د هغه پر ځاى نور کسان وټاکل.