د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند يو مشر منور حسين وايي د لاهور د تيري اونۍ په خونړۍ حمله کي د امريکا د بلاک واټر کمپنۍ لاس وو.
منور حسين د سيند ايالت په حيدرآباد ښار کي خبريالانو ته وويل چي د دې حملې تر شا د يوې شخصي امريکايي کمپنۍ بلاک واټر او د امريکاد سمندري پوځونو لاس سته.
نوموړي په دې هکله نور جزيات ورنکړل خو د پاکستان پر ولسمشر او لومړي وزير يې ږغ وکړ چي دغه مسئله جدي ونيسي.
د لاهور په ځانمرګې حمله کي چي تېره اونۍ په يوه زيارت (داتا دربار) کي وسوه شاوخوا ١٠٠ کسان مړه او ١٥٠ ټپيان سول.