کور / تازه خبرونه / اووه ملکيان، څلور ناټويي عسکر وژل سوي دي

اووه ملکيان، څلور ناټويي عسکر وژل سوي دي

په افغانستان کي د تاوتريخوالي د مختلفو پېښو له امله نن د دوشنبې په ورځ اووه ملکي کسان او څلور د ناټو عسکر وژل سوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د زابل په نوبهار ولسوالي کي د ماين په يوه چاودنه کي چي پر يوه ملکي موټر رامنځته سوې د يوې ښځي په ګډون اووه کسان مړه سوي دي او په يوه بله عيني پېښه کي چي پرون د يکشنبې په ورځ د زابل په شينکۍ ولسوالي کي رامنځته سوې يو ملکي کس مړ سوئ او پنځه نور ټپيان دي.
بلي خوا ته د ناټو ځواکونو د يوې خبرپاڼي په خپرولو د خپلو څلورو عسکرو د مړيني خبر ورکړئ دئ. خبر پاڼه وايي درې عسکر يې د هيواد په ختيځ او لوېديځ کي د ماين په چاودنو کي وژل سوئ او يو بل يې په جنوبي سيمو کي پرون د يکشنبې په ورځ له لاسه ورکړئ دئ.
په خبر پاڼه کي د وژل سويو عسکرو هويت او د پېښي اصلي ځايونه پټ ساتل سوي دي.