د کندهار ښار د ملي امنيت يوې خبرپاڼي خبر ورکړ، چي يوپاکستانى يې په ژېړۍ ولسوالۍ کي نيولى دى . نوموړې خبرپاڼه وايي چي د دينار ګل په نوم دغه کس يې په داسي حال کي نيولى چي د حکومت ضد کړني يې ترسره کولې، خبرپاڼه همدا ډول زياتوي چي نوموړى کس په خپلو کړنو اقرار کړى او اوس د دوى سره په نظارت خونه کي دى او قضيه يې اړونده ارګانونو ته استول سوې ده.