حکومتي چاواکي وايي چي د کونړ ولايت د نارې په ولسوالۍ کي په يوه نښته کي دوه وسلوال وژل سوي، دوه پوليس ژوبل سوي او څلور نور نادرکه دي .
د نارې ولسوال د يادي پيښي د تائيدولو تر څنګ زياته کړه چي نوموړي مرګ ژوبله وروسته تر هغه رامنځ ته سوه، چي کله طالبانو د دوه کلام په سيمه کي پر يوه پوسته بريد وکړ ، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نوموړي بريد په هکله وايي چي په ياد بريد کي يې درې پوستې نيولي، يو پوليس يې وژلى ، شپږ يې ژوبل کړي او پنځه نور يې د ځان سره بېولي. او خپل ځان ته د هيڅ ډول زيان اړول نه مني.