فرانسه به ډېر ژر دوه سوه پنځوس روزونکي افغانستان ته واستوي.
د فرانسې هيواد د دفاع وزارت يوه لوړ پوري چارواکي د خپل هيواد مشرانو جرګې ته وويل چي اوس مهال دوى په افغانستان کي درې زره اوه سوه پنځوس سرتيري لري، چي په ډيرو سختو عملياتو کي ښکېل دي . نوموړي وويل چي اوس يې تکل کړى چي دوه سوه پنځوس روزنکي افغانستان ته واستوي چي د افغان پوليسو په روزنه کي برخه واخلي. د نوموړي په وينا افغان جګړه اوږدمهاله ده او ډېر وخت به دوام ومومي.