کور / تازه خبرونه / دوه طالب قومندانان نيول سوي دي

دوه طالب قومندانان نيول سوي دي

د بدخشان ولايت چارواکي وايي افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي د طالبانو دوه ځايي قومندانان نيولي دي.
د بدخشان مرستيال والي شمس الرحمان شمس د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل دغه دوه قومندانان پرون د يکشنبې په ماپښين په کشم ولسوالي کي نيول سوي دي.
د نوموړي په وينا دغه قومندانان چي يو يې قاري نجيب الله او بل قاري شفيق نومېږي، په کشم ولسوالي کي د طالبانو د ولسوال او امنيه قومندان په توګه ټاکل سوي ول.