د ایمان موضوع یوه ډیره مهمه موضوع ده. ایمان او کفر داسې دي لکه جنت او دوزخ، بریالیتوب او ناکامي همدا ده چې الله جل جلاله رسولان او کتابونه رالیږلي ترڅو خلک د ایمان لاره چې د ابدي بریالیتوب لاره ده؛ د ځان لپاره غوره کړي او له ابدي ناکامۍ څخه نجات ومومي.
کله چې مونږ د ایمان کلمه ذکر کوو لدې څخه مو د کایناتو پر الله جل جلاله او جوړوونکی له ایمان څخه مطلب دی، چی پر الله ایمان لرل د ایمان اصل دی بیا ددی ترڅنګ په ځنی نورو شیانو هم ایمان شته چی هغه په ملایکو، په رسولانو، په آسمانی کتابونو، د آخرت په ورځ، پدې چې هرڅه خیر او شر دده له لورې دې او پدې باندې ایمان لرل چې وروسته له مرګه ژوندون شته.
د ایمان اصلي ځای د انسان زړه دی یعنی په پورتنیو مسایلو باندې باید په زړه کې ایمان ولرو او په خولې باید تصدیق شې، لکه څرنګه چې د ایمان په تعریف کې راځې (( اقرار باللسان و تصدیق بالقلب)) یعنی په خولی د ایمان اقرار کول او په زړه کی یی تصدیق کول ایمان دی. د یو مومن او مسلمان ایمان سره ددی چی په خوله به یی اقرار کوي باید په ورځني ژوند کې هم ولیدل شي، مثلا د ګاونډي سره په سلوک کی، په ورځني ژوند کې او د ژوند په هره برخه کې ښکاره شي.
کفر دشکر او ایمان په مقابل کې دی چې دا مونږ ته قراني آیتونو راښودلی لکه څرنکه چی الله تعالی فرمایی ((فمنکم کافرومنکم مومن)) بل ځای الله تعالی فرمایی ((فمنهم من امن ومنهم من کفر)) دلته ایمان دکفر په مقابل کې راغلی او بل ځای د شکر په مقابل کې کفر راغلی الله جل جلاله فرمایی ((لئن شكرتم لازيدنكم ولئن كفرتم فإن عذابي لشديد)) دغه ایت کې الله تعالی دکفر په مقابل کی ایمان ذکرکړی.
له دینه معلومیږي چې کفر هم دوه ډوله دی: یو هغه کفر چې د خدای جل جلاله له الوهیت څخه انکار وشي، لکه ماده پرستان وایي چی ماده پخپله منځ ته راغلی، او انسان په لمړي وخت کی حیوان و، بیا یې لکۍ پرې شوه د وخت په تیریدو سره انسان شو؛ یا نړۍ پخپله منځ ته راغلې؛ چې دوی د خدای جل جلاله له الوهیت څخه منکر دی.
بل ډول د شرک کفر دی، دا ډول کافران خدای جل جلاله هم منی او د خدای جل جلاله ترڅنګ د نورو وړو خدایانو عبادت هم کوی، دوی دا نظر لری چی دا واړه خدایان د لوی خدای په وړاندی زموږ شفاعت کوی. د جاهلیت پر مهال د مکی مشرکینو هم همداسی فکر لاره. الله جل جلاله ددوی په اړه وایی: (( ولئن سألتهم من خلق السماوات ولارض لیقولن الله)) د مکی مشرکینو به الله په الوهیت مانه او ددې ترڅنګ یی د نورو کوچنیو خدايانو (بوتانو) عبادت هم کاوه؛ دوی به ویلی چې دا کوچنې خدایان د اصلي او لوی خدای په وړاندی شفاعت کوونکي دي.
لکه څرنګه چی شرک دوه ډوله دی؛ شرک اکبر او شرک اصغر، همدارنګه کفر هم دوه ډوله دی؛ یوه ته کفر اکبر وایی او بل ته یی شرک اصغر وایی. کفر اکبر هغه کفر دی چی یو څوک د اسلام له دایری څخه کاملا وتی وی او کفر اصغر دیته وایی چی د اسلام له دایری څخه نه وی وتی مسلمان وی خو ګناه کار مسلمان. مثلا؛ الله تعالی فرمایی: (( ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون)) دلته له کافرون څخه مطلب دا ندی چې هغه څوک چې په الهی قانون فیصله نه کوی کافر دی او له اسلام څخه وتی، مګر مطلب یې دادی چې که څوک په غیر اسلامي قانون فیصله وکړي، ایمان یي زیانمن کیږي او د اسلام له کاملې درجې څخه وځي.
بل ښه مثال د لمانځه مثال دی؛ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی: ((بین الرجل وبین الكفر ترك الصلاة))، دا پدې معنا نده چی چا لمونځ ترک کړ کافر دی مګر پدی وخت کی یی ایمان زیانمن کیږی او دا یو ډول اختار ورکوی چی دا کار ممکن د لمونځ تارک کفر ته وباسی. دا چي دلته د کفر کلمه ذکر شوی دا دعربی ژبی له اصولو څخه دی مثلا کوم عالم چی په خپل علم عمل نکوي په عربي کې وایي: هذا لیس بعالم، یعنی دا عالم ندی پداسی حال کی چی هغه عالم وی خو ددوی مطلب دا ندی چی دى علم نلری دوی وایی چی کامل علم نلری ځکه چې قول یی د عمل سره مخالف دی، ځکه دوی وایی هذا لیس بعالم.
علما، په کبیره ګناه څوک نه کافر کوی. یوځل امام حسن بصری ته څوک ورغی او تری یی وپوښتل: آیا په کبیره ګناه څوک کافر کیږی؟ مخکی لدی چی امام حسن بصری ځواب ورکړی یو شاګرد یی چی واصل بن عطا نومیږي پاڅید او ورته یي وویل: څوک چې کبیره ګناه سرته ورسوي نه کافر کیږي او نه مسلمان پاتی کیږی مګر ددوی ترمنځ یو حالت دی چی په هغه کی پاتی وی. لدینه وروسته واصل ابن عطا له امام حسن بصري څخه بیل شو او مام حسن بصري وویل: اعتزلنا واصل، چې لدینه وروسته معتزله منځ ته راغله.
علما وایي چې په کبیره ګناه څوک له اسلام څخه نه وځی او نه پری کافر کیږی مګر که څوک ګناه کوی او وایی چی دا خو ګناه نده بیا له اسلام څخه وځی لکه که څوک زنا کوی له اسلام څخه پری نه وځی خو که ویي ویل چې زنا خو ګناه نده بیا نور له اسلام څخه وځي ځکه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی: لایزنی الزانی حین یزنی و هو مؤمن…. دوه ډوله ګناهونه دي؛ ځنې ګناهونه اختلافي دي او ځنې قطعي دي، که څوک له اختلافی ګناه څخه انکار وکړي له اسلام څخه نه وځي خو د قطعي ګناهونو له انکار څخه مسلمان له اسلام څخه خارج کیږي.
نن سبا په اسلامي نړۍ کی تکفیر ډیر شوی، مثلا ځنې سنیان شیعیانو ته کفار وایي او ځنی شیعیان سنیانو ته کفار وایی؛ ځنی سلفیان صوفیانو ته کفار وایی او صوفیان سلفیانو ته کفار وایی. اوس دا پوښتنه منځ ته راځي چې څنګه تکفیر منځ ته راغی؟ او څنګه پر مخ ولاړ؟، کله منځ ته راغی؟ او…
تکفیریان د لمړی ځل لپاره له اخوان المسلمین څخه بیل شوی دوی د ډیر تعذیب له لامله تکفیریان شول، پدی وخت کی د اخوان المسلمین دوهم مشر استاذ حسن هضیبی و، تکفیریانو ورته وویل چی تاسی هم زموږ سره پدی لاره کی مل شئ یعنی تکفیریان شۍ خو استاذ حسن هضیبی ورته خپله مشهوره خبره وکړه چی : نحن دعات لا قضات یعنی موږ داعیان یو دا مو فریضه ده چی خلک اسلام ته راوبلو نه دا چې په خلکو د کفر او اسلام ټاپې ولګوو.
دغه فکر همداسې نورو اسلامي هیوادونو ته انتقال شو. تکفیریان ځان ته تکفیریان نه وایي دوي ځانته جماعت المسلمین وایي.
د تکفیر علت ناپوهي نده او نه هم علم دی مګر ددې اصلي لامل لږ علم دی تکفیریان له نصوصو څخه اصلی معنا نه اخلي، د موضوع عمق ته نه ځي فقط یو آیت را اخلې او په خلکو د کفر ټاپې لګوي، پدې اړه ابن عمر رضی الله عنه فرمایې: داسې کسان هم شته چې هغه آیتونه چې د کفارو په اړه نازل شوي مسلمانانو ته یې توجیه کوي.
د تکفیر څخه د وتلو لپاره لمړی باید له افراط څخه ځانونه وباسو، ځکه همدا افراط دی چی مسلمانان یې مخکې هم تباه کړي اوس یی هم تباه کوي او به راتلونکی کې به یې هم تباه کړي پدې اړه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی: ((إياكم والغلو في الدين فإنما هلك من کان قبلكم بالغلو في الدين)).
بله لاره د قرآن ښه او اصلی تاویل کول دي او د نصوصو را ټولول او لدینه وروسته د قران تاویل کول دي.
په پای کې مينځلاری د هرڅه لپاره حل دی او اسلام یو منځلاری دین دی، ولی بیځایه دا دین د ځان لپاره سخت کړو پداسې حال کې چې الله تعالی فرمایي: یرید الله بکم الیسر ولایرید بکم العسر.
پای