د پروفيسر رحمت اريا ژباړه :
جوهان گولتنگ 1
پورتنۍ اصطلاح چې ” امریکايي ولسواکي مې خوښه ده خو له امریکايي سترواکۍ څخه کرکه لرم” ښايي په لندن، تورانتو، ستانبول، پیښاور، کابل، کندهار ، بوستون او …. د نړۍ په نورو ښارونو کې په نړۍ کې له روان وړیا وحشت او وژونکو وسلو څخه د کرکې په څرگندولو او غبرگون کې د هغو ډلو د شننو او خبرو اترو منځپانگه وي چې په دې وروستیو کې ېې د سیاسي خبرو اترو ډگر ته را دانگلي دي.
پورتنۍ اصطلاح د سولې د لارې د وتلې مبارز جوهان گولتنگ او د سولې د ډگر او د تاو تریخوالي د څیړنو د بنسټ ایښودونکي د خبرو منځپانگه وه چې د میرمن [ ایمي گوډمن2 ] په کوربه توب د تلویزیوني خبرو اترو [ ډیموکراسي نو3 ] په یوې تلویزیوني نندارې کې ېې د خپلې مرکې په لړ کې وکړه. د ښاغلي جوهان ژوند لیک ته په لنډې کتنې گورو چې نوموړي نیمه پیړۍ په نړیوالو اړیکو کې د عدم تشدد له لارې د شخړو په هوارۍ کې کار کړی دی. جوهان یو کتاب هم لیکلی چې [ د امریکا د سترواکۍ نړېدنه4 ] نومیږي ، ښاغلی جوهان په خپل کتاب کې وړاند ویینه کوي چې د امریکا د سترواکۍ دیوالونه به تر ۲۰۲۰ ز کال پورې را و پرځیږي.
ښاغلي جوهان گوتلنگ د روان کال د جون په ۱۵ نېټه په دغې تلویزیوني ناسته کې برخه اخیستې وه ، نوموړي د خبرو په لړ کې په څو څو ځله دغه ټکي ته گوته و نیوله چې په افغانستان کې د امریکا روانه جگړه څه ده او کومې خواوې ېې په کږه لاره درومي ، هغه ټینگار کوي چې د اوباما د ولسمشرۍ ادارې ته ښايي چې خپل ځان دې د اساسي قانون د حکمونو پر بنسټ د کانگرس له لارې له دغې نا اعلان شوې جگړې څخه را بهر کړي، دا هغه جگړه ده چې د ملگرو ملتونو د پروتوکولونو، د ژنیوا د کنوانسیون او د نورامبرگ د معایرو د حکمونو پر بنسټ یوه غیر قانوني جگړه ده ، امریکا په خپله د جگړې د قوانینو په تړاو د ملي او نړیوالو قوانینو د تدوین کوربه ده چې ټول ېې د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس له خوا منل شوې دي، په همدغو قوانینو کې روانه جگړه یوه غیر قانوني جگړه بلل شوې ده.
جوهان د خپلې مرکې په لړ کې څو اړینو ټکیو ته په نغوتې د امریکا په روانه جگړه کې د اخلاقي او قانوني توجیه په تشې هم ټینگار وکړ.
جوهان په څو څو ځله وویل چې د سپتامبر د یولسمې نېټې په پیښه کې افغانستان هېڅ ډول ونډه نه ده لوبولې. هغه دا هم وویل نن چې اسامه بن لادن ته د ټولو سترگې نیغې اوښتي او د نړیوالې ترهگرۍ د مشر په نامه گڼل شوی یوازې ېې د پیښې د ستاینې له څو ټکیو پرته بل څه نه دي ویلي ، لادن په پیښه کې هېڅ ډول لاس لرل نه دي منلي او نه ېې په پیښه کې کومه مرکزي ونډه لوبولې ده خو له دې سره سره بیا هم د بوش او اوباما دواړه ادارې پر لادن ټینگار کوي او هغه ېې د جگړې د توجیه یو مرکزي ټکی بللی دی.
د امریکا د پوځ تأریخ ته په یوې لنډې کتنې سره گورو چې د ولسمشر تاماس جفرسن د ولسمشرۍ له پیر را په دېخوا د امریکا متحده ایالاتو په ۲۴۳ سیاسي – پوځي لاسوهنو کې گډون کړی دی ، دغه شننه موږ ته یو ټکي را په گوته کوي چې جگړې ته له لمن وهلو پرته زموږ غوښتنې بله لاره نه پیژني.
جوهان وايي چې د تورکمنستان – گوادر تر منځ نللیکه ښايي افغانستان او امریکا دواړو ته په گټه وي خو په یوه آړ چې د نللېکې غځونه د دواړو هیوادونو د گټو د تساوي پر بنسټ تر لاسه لاندې ونیول شي، که داسې وشي نو د پروژې په شوني والي کې شک نه پيدا کیږي. امریکا پر دغه ټکي ټینگار کوي که له افغانستانه ورباندې برید وشي نو قانوني حق لري. خو د جوهان ټینگار په دې کې دی چې په نړۍ کې د تیلو د تر لاسه کولو په تنده کې د امریکا دغه دریځ برعکس دی او په خپله په نورو هیوادونو کې لاسوهنه کوي، نه افغانستان او نه په پریکنده ډول ددغه هیواد ولس د چا په کورنیو چارو کې لاس وهي. څرگنده ده چې سترواکۍ تل د نورو د حقونو په تر پښو کولو جوړې شوې دي.
د ښاغلي گوتلنگ په وینا چې د فلسطین – اسراﺋـیلو تر منځ د روانې شخړې تأریخ ته په کتلو د دغې شخړې هواری د نړیوالې سولې په ټینگولو کې تر ټولو مهمه ونډه لوبوي. د اسراﺋـیلو په ملاتړ کې د امریکا بې خرته دریځ پړي شکولې دي، دغه دریځ په ټوله نړۍ کې امریکايي ضد احساساتو ته لمن وهلې او پر هغې ېې نور تیل هم شیندلي دي همدغه دریځ دی چې ترهگرې ډلې په ورته غبرگونواله کړو وړو لاس پورې کوي.
له ویتنام سره د افغانستان په پرتله ییزه شننه کې د جوهان اخیستنه چورلټ سمه ده. هلته هم امریکا لومړی د ویتنام د واک پر گدۍ د [ دي یم5 ] د ککړ رژیم د کښینولو تابیا تر لاس لاندې ونیوله چې پایله ېې په یوې کودتا واوښتله او [ دي یم] ووژل شو. افغان ولسمشر چې د کابل د ښاروال په نامه هم پیژندل کیږي له یوه امریکايي لاسپوڅي گوډاگي پرته بل څه نه دي ، د هغه رژیم یو بې وسه ککړ رژیم دی چې د ولس په منځ کې هېڅ ډول قانوني او سیاسي ملاتړ له ځان سره نه لري. هغه نه شي کولای د افغان ولس د لومړنیو اړتیاوو چوپړ چارې برابر کړي، هغه نه شي کولای توپکماره جگړه واکه نرگتي را شنډ کړي، هغه نه شي کولای تاوتریخوالي پای ته ورسوي، هغه نه شي کولای د سولې او جوړ جاړۍ جرگې رامنځته کړي، هغه د افغان کارگرانو کوشنۍ غوښتنې ته ځواب نه شي ویلای چې هغوی ته د افغانستان په بیا ودانولو کې د کار ډگر پرانیزي، لنډه دا چې په واک چلونه کې د کرزي پوهه او لید لوری هماغومره لنډ دی چې په ویتنام کې د [ دي یم] د پښو په ښنگري کې وه.
له دولت سره همغاړې او همغږې رسنې هغه ټکي خپروي چې د دولت د پروپاگند په گټه وي. ښاغلی گوتلنگ د ولس وجدان او ضمیر ته په کتلو ټینگار کوي چې دا غلطه او له ریا ډکه خبره ده چې دهغو مخالفینو پر تندیو دې د ترهگرو ټاپې و لگول شي چې د یرغل پر وړاندې مخالفت کوي ، دا ډول دریځ زموږ له تأریخ او له هغو ایډیالونو څخه لیرې او په ټکر کې دی چې بنسټ ېې زموږ د هیواد نیکونو ایښی وو. خو اوس د امریکا سترې او پیاوړې رسنۍ کټ مټ هغه کار کوي چې نن ېې موږ امریکایان د خپلو نیکونو د غوښتنو بر خلاف کوو.
که څه هم موږ دلته په امریکا کې د ” وینا د آزادۍ” او په اساسي قانون کې د حق د قانون او و گړو ته د ورکړل شویو حقونو په اړوند له ټنټنا ډکې ډنډورې په لاره اچولې دي خو د هغو د مانا او حقیقت ترمنځ واټن ډير پراخ دی. په دې اړوند د زباد لپاره تاسو یوځل د فاکس نیوز د خپرونو تأریخ ولولـﺊ. سره له دې چې زموږ په منځ کې ډیري کسان به ددې حقیقت له ویلو څخه کرکه ولري خو باید ومنو چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ واگې د هغو شرکتونو په لاس کې دي چې د تیلو د سترو زیرمو په لټه کې دي، همدا راز بانکونه ، د والستریت شیخ فانیان چې کانگرس ته په سلگونو میلیونه ډالره ونډه ورکوي په دغه کتار کې راځي ، دا هغه ځای دی چې د والستریت نه مړیدونکي شیخ فانیان کولای شي خپلې کڅوړې د کانگرس له ناوې څخه د پریمانو ډالرو د بهیر راڅڅیدا ته ونیسي
د داسې ښکلې او پياوړې مرکې په پای ته رسیدا موږ یوازې دا هیله کولای شو چې د جوهان گوتلنگ په څیر نور غږونه را پورته شي او د نړیوالې سولې او د شخړو د هوارۍ په اړوند سپینې او رڼې خبرې وکړې او دده په څیر له مالوماتو ډکې شننې وړاندې کړې. نوموړی یو رښتونی [ بودیستاوا 6] ، عدالت ته ژمن ، سوله پالې او سوله خوښوونکی انسان دی.