د پورتنی عنوان لاندی مطلب د(افغانستان . رو) ویب پاڼه کی د ۲۰۱۰ م کال دجون دمیاشتی په ۲۸ نیټه خبرخپور شوی دی.
سرچینه : (افغانستان . رو )ویب پاڼه
ژباړونکی : کوهــــــــاټ بدرخیل
په افغانستان کی دجګړی په برخه کی د «Rasmussen Reports» اداری دامریکایی وګړو څخه خپل نوبتی نظر غوښتنی ترسره کړی دی. ددی نظرغوښتنی څخه داسی معلومیږی چی یواځی په سلو کی ۳۲٪ امریکایی وګړی پدی باور دی چی دامریکا متحده ایالتونه دافغانستان په نهه کلنه جګړه کی د دولت په مخالفینو بریالیتوب ترلاسه کولای شی ،دهمدی پوښتنی په ځواب کی دسلو څخه ۴۶٪ پوښتل شوی پدی باور لری چی امریکا جګړه نشی ګټلای. پاتی په سلو کی ۲۱ ٪ پوښتل شوی په افغانستان کی دجګړی په هکله دځواب ویلو څخه عاجز پاتی شوی دی.
دهغه نظرغوښتنی سره سم چی د روان کال دمی دمیاشتی په پای کی ترسره شوی یواځی په سلوکی ۴۸ ٪ پوښتل شوی پدی نظر دی چی په افغانستان کی د دولت پروسله وال اپوزیسون باندی دبریالیتوب پرځای دجګړی پای ته رسول اساسی هدف دی. یواځی په سلوکی ۴۲ ٪ پوښتل شوی په جګړه کی دامریکایی قواوو بریالیتوب ته ډیر ارزښت ورکوی.
دیوبل نظر غوښتنی له مخی چی د « News Week» لخوا تر سره شوی.پدی نظرغوښتنی کی دامریکایی وګړو په سلو کی ۴۶ ٪ پوښتل شوی باور لری چی دامریکا متحده ایالتونه په افغانستان کی جګړه نشی ګټلای. په همدی برخه کی یواځی په سلوکی ۲۶ ٪ پوښتل شوی د پورتنیو فیصدی په پرتله برعکس (دبریالیتوب) نظر لری. په سلوکی ۵۳ ٪ پوښتل شوی د ولسمشر باراک اوباما دپوځی(نظامی) سیاست سره همغږی نه ښایی.
سره ددی د «Rasmussen Reports»دنظر غوښتنی سره سم په سلوکی ۴۷ ٪ پوښتل شوی په افغانستان کی دامریکا اوناټو دقواو دقوماندان جنرال ستنلی مک کریستل دګوښه کیدو په باب د ولسمشر باراک اوباما دپریکړی څخه ملاتړ کوی او یواځی په سلوکی ۳۶ ٪ پوښتل شوی دجنرال دګوښه کیدو په هکله مخالف اوپه سلوکی ۱۷ ٪ پوښتل شوی دځواب ویلو څخه عاجز پاتی شوی دی.
دامریکا دمتحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د«G – 20» هیوادونو دمشرانو په سرمشریزه غونډه چی دکاناډا د تورنته په ښار کی جوړه شوی وه اعلان کړه چی : ضرور نده چی دافغانستان څخه دقواود وتلو په برخه کی عجله وشی« نن دافغانستان څخه دقواو د وتلو دنیټی په باب ډیر اندیښنه لری» هغه ټینګار وکړ چی په« ننیو شرایطوکی زمالپاره اساسی هدف دادی چی خپلی کړنی (ستراتیژی) په بریالیتوب سره پلی شی دکومو موخو لپاره چی زموږ دهیواد ډیر زلمیان قربانی ورکوی».
اوباما ټینګار وکړ چی ( دناټو قواوی د ۲۰۱۱ م کال دجولای په میاشت کی دافغانستان څخه په وتلوپیل کوی) همداسی دامریکا ولسمشر وعده وکړه چی : دده هیواد به په راتلونکو اوږدو کلنو کی دقواود وتلو څخه وروسته دافغانستان سره خپلو دیپلوماتیکو او اقتصادی مرستو ته دوام ورکوی. لکه څرنګه چی اوباما اعلان کړه «دافغانستان په برخه کی دامریکا دسیاست اساسی هدف دادی چی دغه هیواد (افغانستان )څخه د راتلونکی لپاره د تروریستانو د روزنی اود دوی دحملو مرکز جوړ نشی.