کور / سپورټي / فټبال: جرمني ارجنټاين ته سخته ماته ورکړه

فټبال: جرمني ارجنټاين ته سخته ماته ورکړه

د ورلډ کپ مسابقو په منځ لوبو کي نن د جرمني او ارجنټاين لوبډلو ترمنځ يوه په زړه پوري لوبه ترسره سوه، چي په ګټلو سره يې جرمني سيمي فاينل يا نيمه پايلوبو ته ووتئ.
د جرمني لوبډلي د لوبي په پيل کي پر څلورمه دقيقه د ارجنټاين پر لوبډله ګول وکړ او د لوبي په دوهمه برخه کي يې درې نور ګولونه هم ووهل، خو ارجنټاين حتى ګول هم ونکړ.
د جرمني په لوبډله کي که څه هم تکړه لوبغاړى کپتان مايکل بالک نه وو، خو لوبډلي يې ثابته کړه چي د بالک په نستوالي کي د ارجنټاين غوندي يوې تکړه لوبډلې ته هم څلور صفر ماته ورکولاى سي.
د نن ورځي دوهمه لوبه د هسپانيې او پاراګواى ترمنځ ده.
تر جرمني دمخه د يوراګواى او هالنډ هيوادونه هم نيمه پايلوبو ته وتلي دي، خو دا لا نه ده معلومه چي له پاراګواى او هسپانيې څخه به کوم هيواد له دوى سره يو ځاى سي.