کور / تازه خبرونه / اسرائيلي وزير اعظم له ترکې بښنه نه غواړي

اسرائيلي وزير اعظم له ترکې بښنه نه غواړي

اسرايئلي وزيراعظم بني يامين يتن ياهو غزا کې په مرسته کوونکې بيړيو باندې دحملې لړکې له ترکې څخه دمعافي غوښتلو څخه انکار کړى دى .
اسرايلي ولسمشرپه يوتلويزيونې مرکې کې دغه پريکړه څرګنده کړه او زياته يې کړه چې داسراييلو دتجارت وزير او دترکي وزيرخاريجه ترمنځه اړيکې دستاينې وړ دي خود معافۍ غوښتلوپه اړه دترکي غوښتنه نه شو منلى .
نوموړې وويل چې داسرايلي ځواکونو لخوا ترسره شوى عمل څخه موخه دخپل ځان حفاظت ؤ .
دا په داسې حال کې ده چې ترکي چارواکو ويلي دي چې له اسرائلي چارواکې بايد دروغې جوړې لپاره له دوى څخه معافي وغواړي .