مظفرابادکې دسړک يوې پيښه کې ديارلس تنه وژل شوي اوشپږ نورټپيان شوي دي .
دمعلوماتو له مخې پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې يومسافر وړونکى موټر يوې ژورې کندې ته ولويده چې له امله يې د دوه ښځوپه ګډون ديارلس تنه ووژل شول اوشپږ نورټپيان شوي دي .
پاکستاني چارواکې وايي له پيښې وروسته ټپيان دنوموړې سيمې روغتون ته ليږدول شوي چې پکې دشپږ وړو حالات نازک ښودل شوى دى .
ويل کيږي ياده پيښه دموټرچلوونکې دګړندي تګ له امله رامنځ ته شوي ده .