د موټر جوړولو يوې امريکايي کمپنۍ خبر ورکړئ، چي بالاخره يې هغه خيالات په حقيقت بدلېدونکي دي چي د الوتکونکي موټر د جوړلو په هکله يې درلودل.
دې شرکت ويلي له ٢٠٠٦ کال راهيسي يې انجينرانو د يوه داسي موټر پر ډيزاينولو کار کاوه، چي د مځکي پر تګ سربېره والوتلاى سي.
کمپنۍ ويلي چي دغه موټر به شاوخوا دوه لکه ډالره بيه ولري، چلول يې د پېلوټۍ زدکړي نه غواړي، چلوونکى به يې تر شلو درسي ساعتونو وروسته د دې جوګه سي چي موټر وچلولاى سي.
کمپنۍ وايي الوتونکى موټر به د ٢٠١١ کال په پاى کي بازار ته وړاندي کړي، خو وار دمخه يې لا د ٧٠ عرادو فرمايشونه ترلاسه کړي دي.
د موټر جوړولو د کمپنۍ په وينا موټر به له هوايي ډګرونو څخه الوتنه کوي، پر مځکه په يوه ساعت کي ١٠٠ کيلومتره او په هوا کي ١٦٠ کيلومتره لاره وهلاى سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه