کور / تازه خبرونه / تازه خبر:ناټو وایی نظامي څرخکي يې بيړنۍ ناسته کړې

تازه خبر:ناټو وایی نظامي څرخکي يې بيړنۍ ناسته کړې

د ناټو مطبوعاتی دفتر څخه په تازه ترلاسه سوی خبرپاڼه کي راغلی چی  لږ مخکی يوه امريکایی هلیليکپټر په ننګرهار کي بیړنۍ ناسته کړی ، په خبرپاڼه کي راغلي چي سرتيرو ته زيان نه دی اوښتی . دا په داسي حال کي ده چي پرون هم په ننګرهار کي د ناټو پر نظامي اډه شپږ تنو طالبانو بريد کړی و چي دوه ساعته زياته جګړه روانه وه ، د احصاءيو له مخي تيره مياشت د ناټو او امريکا لپاره د ۲۰۱۰ راهيسي تر ټولو خونړۍ مياشت وه چي د پرون په بريدونوسره پای ته ورسيده .

کارپوهان يي لامل د خارجي پوځيانو لخوا په پرله پسی توګه د ملکي خلکو وژل ، ځورول او ددوی پر کلتور تيری بولي  او وایی چي افغان دولت يي په مخنيوي کي پاته راغلی او خارجيانو په دي کار سره د خپل سرسخته دښمن پر ژرنده اوبه ور ايله کړي دي .