کور / تازه خبرونه / کونړ کې ولسي وګړو،دولت اوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې ولسي وګړو،دولت اوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

دکونړولايت په مروه ولسوالۍ کې له تيرو څو ورځو راهيسې عمليات روان دي .
دکونړولايت دولايتي شورا ريئس وايي چې تردې دمه په دغه عملياتوکې ترديرشو زيات وسلوال طالبان وژل شوي اونږدې پنځلس تنه ملکې وګړوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .
نوموړې زياته کړه چې دمرورې په ولسوالۍ کې دعملياتوپرمهال په هوايي بمبارکې چې په کورونو ترسره شوى ملکې وګړې وژل شوي او اوس هم يوشمير دخاورو لاندې دي .
بلخوا دطالبانو وياندذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه عملياتوکې يې اتلس تنه افغان اوبهرني ځواکونه وژلي دي .
نوموړى په دغه عملياتوکې دخپل شپږسرتيرودټپي کيدو اوشپږنورو دوژل کيدو خبر هم ورکوي .
مجاهدادعا کوي چې بهرني ځواکونه يې په شاکړي اودهغوى شل چورلکې چې په عملياتوکې ورځيني استفاده کوله هم له سيمې تللي دي .