کور / تازه خبرونه / دولت په کنړ کي د ټاکنو لپاره د امنيت ډاډ ورکوي

دولت په کنړ کي د ټاکنو لپاره د امنيت ډاډ ورکوي

دپوځي عملياتو د ګډي همغږۍ يا OCCR دمشر جنرال عبدالبصير ضيايې په مشرۍ يو جګپوړي پلاوي د کونړوالى او امنيتي چارواکو سره د ټاکنود ښه ترسره کيدا په موخه وکتل .
دکونړدوالى او امنيتي چارواکو په ګډون دغي لوړ پوړي پلاوي پرهغو مسائلو بحث وکړ چې له مخکي يې په دغه ولايت کي راتلوونکي پارلماني ټاکني په خوندي چاپيريال او ډاډ منه امنيتي فضاء کې ترسره شي .
په دغې غونډي او کتنه کې د کونړوالى الحاج سيد فضل الله وحيدي ، امنيتي قومندان ، د ټاکنود ولايتي دفتر مشر مرستيال سربيره ، په هيواد کې د نړيوالو ځواکونو د اکمالاتي مرستو عمومي مرستيال بريد جنرال فېپس ، ٢٠٢ شمشاد زون مرستيال جنرال تابش ، ٢٠١ سيلاب قولى اردو مرستيال او يوشمير نورو چارواکو برخه درلوده .
که څه هم تردي وړاندي د کنړ ولايتي چارواکو دکنړخلکوته د ښه ترسره کيدو ډاډ ورکړي ؤ خو يو ځل بيا کونړته ددغه لوړ پوړي پلاوي په راتلوسره چارواکو ډاډ څرګند کړ چې ټاکني به په بشپړامنيتي چاپيريال کې ترسره شي .