کور / تازه خبرونه / جلال آباد: پر هوايي ډګر وسله واله حمله سوې ده

جلال آباد: پر هوايي ډګر وسله واله حمله سوې ده

د جلال آباد چارواکي وايي د دې ولايت پر هوايي ډګر وسله واله حمله سوې چي اوس هم روانه ده.
د حملې د مرګ ژوبلي په هکله تر اوسه دقيق معلومات نه دي خپاره سوي، خو طالبانو يې مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ او وايي بهرنيو او افغان عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي شاوخوا لس تنو بريد کوونکو په دې حمله کي برخه اخيستې چي شپږ تنه يې ځانمرګي دي.
بلي خوا ته د جلال آباد چارواکي هم د هوايي ډګر په حريم کي دننه د يوه ځانمرګي بريد کوونکي انفجار مني، خو د مرګ ژوبلي خبرونه يې رد کړي دي.