کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې روانې مبارزې ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې په كابل كې د امريكا د سفير او د افغانستان د لوى څارنوال ترمنځ د شوې لفظي شخړې لاملونه څيړلي دي.
ورځپاڼې د دواړو لورو ترمنځ ددې بدګمانيو اساسي علت د فساد په وړاندې په مبارزه كې ددوى ترمنځ د همغږۍ نشتوالې ښودلې.
ورځپاڼې خبردارې وركړې، كه حالات په همدې ډول دوام وكړي، نو نه يوازې دا مبارزه به لا پيچلې كړي، بلكه د هغې ټوله ګټه به مفسدو كسانو ته، چې د ورځپاڼې په وينا همدا اوس يى د رشوت او اختلاس بازار ګرم ساتلې ورسيږي.
باختر يو ځلې بيا په ولسي جرګه كې د هزاره نومانده وزيرانو په رديدو بحث كړې او ليكلي، چې له دوى سره شوي چلند د هزاره قوم د ځينو مشرانو د قوم پالونكي سياست زيږنده ده.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريكړو د پلې كولو په څرنګوالي بحث كړې او ليكلي، چې د سولې له بهير سره د خلكو همكاري هم ددې جرګې يوه مهمه سپارښتنه وه.
ورځپاڼې ليكلي، كه څه هم افغان دولت او نړيواله ټولنه ددې جرګې سپارښتنې ګام په ګام پلي كوي، خو د ورځپاڼې په وينا د ولس د همكارۍ پرته سوله نشي راتلاى.
ورځپاڼې پدې ټينګار كړې، چې په سوله كې د ټولو ګټې نغښتي دي او خلكو ته پكار ده، چې له دغه بهير سره هر اړخيزه همكاري وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د تفاهم د شورا په وروستۍ غونډې بحث كړې، چې پكې د سولې د ملي مشورتي جرګې د سپارښتنو ننګه شوې او له هغو خلكو كركه څرګنده شوې، چې په نظام كې دننه د ټولو امتيازاتو د ترلاسه كولو سره سره د تفاهم په خلاف دسيسې جوړوي.

راه نجات:
دې نادولتي ورځپاڼې هم د لوى څارنوال او د امريكا د سفير ترمنځ په وروستۍ ليدنې بحث كړې او د امريكا سفير يى د افغانستان په عدلي او قضايي چارو كې په لاس وهنې تورن كړې.
ورځپاڼې په دوام كې د لوې څارنوال په حواله دا هم ليكلي، چې د امريكا سفير ورته له دندې د ګوښه كولو ګواښ كړې دې.
ورځپاڼې د افغانستان د روان بحران په حل كې د اسلامي هيوادونو په رول بحث كړې او پدې ترڅ كې د ناټو د عمومي منشي په حواله ليكلي، چې اسلامي هيوادونه بايد په افغانستان كې د سولې او ثبات په ټينګښت كې همكاري وكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په دې غوښتنې بحث كړې او د افغانستان د روانې جګړې له امله رامنځ ته شويو ځينو حساسيتونو ته په اشارې ليكلي، دا ناشونې بريښي، چې اسلامي هيوادونه دې د لويديځ د ژغورنې لپاره همكارۍ ته غاړه كيږدي.

سرنوشت:
ددې خپلواكې ورځپاڼې د لومړي مخ غټ سرليك هم د افغانستان د لوى څارنوال پرونيو څرګندونو ته ځانګړې شوې، چې پكې د امريكا سفير ددوى په چارو كې په لاس وهنې تورن شوې.
ورځپاڼې خپله سرمقاله هم همدې مسئلې ته ځانګړې كړې او هغو حساستيونو ته يى اشاره كړې، چې ددغو لاس وهنو له كبله منځ ته راځي.
ورځپاڼې امريكا او د هغه متحدين خبرداره كړي، چې په دا ډول كارونو دې د ځآن په وړاندې مخالفتونه نه پراخوي، ځكه د ورځپاڼې په وينا دوى همدا اوس په افغانستان كې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې كه له يوې خوا د امريكا د مشرانو جرګې لخوا د جنرال پيتريوس د تائيد خبر وركړې په بل ځاى كې د جنرال مك كريسټال د ګوښه كولو ترشا د ځينو كړيو د لاسونو شتون ته اشاره كړې او ليكلي، چې پدې كې د ځينو قرارداديانو لاس هم دې.