کور / تازه خبرونه / شيرمحمد کريمي د لوى درستيز په توګه وټاکل سو

شيرمحمد کريمي د لوى درستيز په توګه وټاکل سو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي جنرال شيرمحمد کريمي د افغانستان د لوى درستيز په توګه ټاکلى دئ.
جنرال کريمي د قومندان بسم الله خان محمدي پر ځاى ټاکل سوئ، چي نوموړى تېره اونۍ د ولسمشر کرزي له خوا د کورنيو چارو د وزير په توګه وټاکل سو.
تر دې دمخه د لوى درستيز د مقام دپاره د مخدره موادو سره د مبارزې د پخواني وزير جنرال خدايداد هزاره او جنرال مراد علي مراد نومونه يادېدل، خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي ليکلي وو، چي له دغو دواړو کسانو سره امريکا دلچسپي نه لري.