له کندهار ولايت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ددې ولايت د ميوند ولسوالۍ ودانۍ له سره ورغول سوه او ګټي اخستني ته وړاندي سوه ، په خبرپاڼه کي دغه ډول په نوموړې ولسوالي کي د يوه زراعتي مرکز د پرانستني خبر هم خپور سوی چي جزيات يې په دې ډول دي :
دغه مرکز هوټل په سيمه کي موقيعت لري ،پنځه ودانۍ لري چي دغه ساحه د ميوند ولسوالۍ زړه بلل کيږي او ځايې ولسى خلګ په ډيري اسانۍ سره کولاى سي چي ځان ور ورسوي.
د ولسوالى اصلي تعميرد پرمختيايې او امنيتي غونډو لپاره مشخص سوى دى او همدارنګه په نوموړي مرکز کي د لمونځ کولو لپاره مسجد، د قضايې ارګانونو څانګې، د ټولو حقوقي موضوعاتو لپاره ځاى مشخص سوى دى چي ولسي خلګ به وکولاى سي چي په ډيرى اسانى سره خپل مشکلات د همدې څانګو له لاري حل کړي.
د ميوند ولسوالى وځايې خلګو ته د وړو قرضو د ورکولو لپاره بانک هم په همدې تعميرونه کي په نظر کي نيول سوى دى او د ميوند ولسوالى مسؤلين پلان لري چي نوموړى تعميربه ورسته د کلينک لپاره ځانګړى کړي.
په نوموړي مرکز کي د اداري چارو او د ملي پوليسو د قومندانۍ لپاره په شمال لويديځ ځنډه کي تعميرونه ځانګړى سوي دي.
د ميوند ولسوالى د نوي مرکز د جوړوني پروژه يو كال وړاندي په ميوند كي د امريكايې پوځ د دوهمي لوا د قومندان له لوري پيل سوې وه چي دادى اوس يې کار بشپړ سو او په دې مرکز تقريباً يو سل او شپاړس زره امريکايې ډالره لګښت راغلى چي ذكر سوي پيسې د امريكا د محتده ايالاتو دپوځ لخوا ورته برابري سويدي.
د ميوند ولسوالى په نوي مرکز کي د تعيرونو برسيره د بريښنا لپاره پنځه سوه کيلو واټه جينراټور ځانګړى سوى چي نوي مرکز او زوړ تعمير ته به برق ورکوي. د نوموړي جينراټور لپاره تيل په اوايلو کي د (CIRF) له بوديجې څخه ورکول کيږي خو په راتلونكي كي به يې ولسوال د خپلي دولتي بوديجې څخه ورته برابروي. .
په ميوند ولسوالى کي د ولسوالى داداري تعميرونو سربيره د کرهڼي لپاره نوى مرکز جوړ سوى دى،د ميوند ولسوالي د کرهڼي او مالدارى د رياست تعمير چي په خپل اصلاً څلور بلاكه لري د ولسوالي دنوي تعمير په شمال طرف کي موقيعيت لري چي د سيډا يا د کاناډا هيواد د نړيوالي پرمختيايې ادارې يا سيډا په مالي لګښت چي (439،754) امريکايي ډالره ارزښت لري، د (لايف لي هوډ) پروګرام د لومړى برخي په همکاري جوړسوى دى.
د زراعتي مرکز جوړونکي هيله لري چي د کليو او پراختيا او بيارغوني وزات به دې مرکز ته مسلکي مامورين وليږي ترڅوهغوى د خپلي وړتيا له مخي په سيمه کي د بزګرانو لپاره ټريننګونه (روزنيز کورسونه) داير کړي په دې سره به په سيمه کي د بزګرانو عمده ستونزې په ګوته ، او ورته د حل لاري وموندل سي.
دكندهار ولايت مقام مرستيال انجنير عبدالطيف اشنا دمركزونو د پرانستي پر مهال ددې اقدام څخه غوښي څرګنده كړه او وويل(( ميوند چي نسباً د ښاره څخه ليري پرته ولسوالي ده، اوسيدونكي يې نه سي كولاى چي د هرې كوچنى ستونزي د حل لپاره كندهار ښار ته رسيدګي وكړي نو دا مركزونه چي د هررياست استازي به پكښي كار كوي تر ډيره حده د خلګو ستونزه حل كړي.)) .
همدارنګه د ميوند ولسوالى ولسوال حاجي عبيدالله باوري د نړى والي ټولني ددې همكارى څخه مننه وكړه او زياته يې كړه(( موږ پخوا په خپل كاري بهير كي د دمامورينو لپاره د ځاى د نشتوالي له كبله د يو شمير ستونزو سره مخ وو، خوشبختانه ددې تعيرونو په درلودلو سره به هغه ټولي له منځه ولاړي سي او ولسى خلګو ته دا ډاډ ور كوو چي د امكان تر حده پوري به د دوى د هر راز ستونزو لپاره د هوارى هلي ځلي وكړو.
دميوند ولسوالي د کندهار ښار جنوب لور ته په 50 کيلومترى کي د کندهار، هرات پر لويه لار پرته ده چي د تېرو درو کلونو راهيسي وخت نا وخت د بريدونو ، سړک غاړي بمونو او نښتو خبرونه هم ترې ترلاسه کيږي .