زاهد جلالی (د اسلام آباد د نړيوال اسلامي پوهنتون محصل)
دیموکراسي د غرب تش په نامه په پاڼو کې لیکلی قانون دی، چې په ټوله نړۍ، په ځانګړې ډول په اسلامي نړۍ باندې یې د تپلو او تطبیقولو ډیر ټینګار کوي؛ چې لدغه قانون څخه سرغړونه ډیر منفي عواقب او ناوړه پایلې لري؛ حتی تردي چې د ځېنو هېوادونو خپلواکي هم پکي سلبیږي.
دیموکراسي په غرب کې زیږیدلي، هلته یې رشد کړی او ددوي پر وینا همغلته د تکامل مرحلي ته رسیدلې. اوس موږ دا وایو چې داسې یو قانون چې دوي خپله جوړ کړی او پرتطبیقولو یې ډير ټینګار کوي؛ آیا همدغه قانون ته دوي خپله احترام لري؟ په خپل هېواد کې یې پلې کوي؟ او آیا دا قانون یواځې د مظلومینو لپاره جوړ شوی؟ دوي(غربیان) یې پلي کوي او اساساتو ته یي په درنښت قایل دي او کنه یواځي د خپل زورواکې لپاره یې پرخلکو تپې؟ دا هغه پوښتني دي چې پدې لیکنه کې به یې عقلاني ځواب وویل شي.
دیموکراسي په دري خبرو ولاړه ده:
• د خلکو حکومت.
• د خلکو پواسطه.
• د خلکو لپاره.
دا هغه اساسات دي چې دیموکراسي پري جوړه شوی پداسې حال کې چې نننی دعوه کوونکي یې هم دغه اساسات نه پلی کوي، راځئ چې دغه اساسات د امریکی په متحده ایالاتو کې ووینو چې هلته څومره تطبیق شوی او څومره په دیموکراسي عمل شوی.
نن د امریکي ډيری خلک په افغانستان کې د جګړې او دلته د امریکایې قواوو دشتون سره شدیدا مخالفت کوي او خپل دا مخالفت د تظاهراتو له لاري ښکاره کوي. همدارنګه د امریکي د کانګرس غړي چې د ملت استازي دي، په افغانستان او عراق کې د جګړې مخالفین دي، خو د امریکایې یهودو له ډاره ددي مخالفت اظهار نشي کولای ځکه چې هغوي دا اخطار ور کوي چې که چېرته ددي جګړې او د امریکایې قواوو له شتون سره په افغانستان کې مخالفت وکړي، راتلونکو ټاکنو کې دي له ګټلو څخه لاس ووینځي یعني بل ځل یې د بریالیتوب مخالفت کوي!!
سیاستوال وایې چې اوباما د نړۍ یو ځواکمن مشر دی خو په امریکي او واشنګټن کې کمزوی او بی واکه مشر، که داسې نه وي، جمهور رئیس اوباما ولی په غزه کې د عامه وژنې او محاصري مخالفت نکوی؟ ولی اسراېیلو ته تروریست نه وایې چی دوی د دیموکراسی اصلی مخالفین دي هغوی هیڅ قانون نه منې نه د امریکي او نه د ملګرو ملتونو ، که داسې نه وي نو دوي ولی په نړیونړيوالو اوبو کې د مرستو کښتۍ او کاروانونه په راکټ ولي؟؟؟
د دیموکراسی له اساساتو څخه هم يو عدم تبعیض دی؛ پداسې حال کې چې غرب او امریکا د تبعیض یوه ښه نمونه او بیلګه دى. امریکا د تورپوستو او سپین پوستو ترمنځ د توپیر اصلی او لوی هېواد ښودلى شو یعني په امریکي کې تبعیض له هر بل هېواده ډیرو دا خو اسلام دی چې څوارلس سوه کاله وړاندي یې انساني تبعیض لمنځه وړی، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی: (د تور او سپین، عرب او عجم ترمنځ توپیر نشته فضیلت یواځی د تقوی پر اساس دی!). دا چې تورپوستی اوباما د امریکي جمهور رییس شوی دا ددی معنی نده چې ګواکي هلته تبعیض لمنځه تللی، سیاسی مبصرین وایې چې اوسمهال یوځل بیا امریکا د تبعیض لور ته روانه ده، د تورپوستي او سپین پوستي ترمنځ فرق بیا را پورته شوی دی، حتی تر دی چې متعصب سپین پوستی امریکایان اوباما د نوم سره د جمهور رییس کلمه نه لیکی او نه يې یادوی، په تلویزیونی پروګرامونو کی ډیری صرف اوباما وایی د جمهور رییس خطاب ورته نکوي، اوسم ورته ګوري هم نه او حتی تردي چې په لارو او کوڅو کې که د سپین پوستو او تورپوستو ترمنځ څه شخړه راشي، سپین پوستی تور پوستو ته وایې چې تور جمهور رییس ته مو ورشي، له دی ځایه مو رنګ ورکوﺉ! دېته تعصب وایې. یوه لندنۍ لیکواله او شاعره په خپل شعر کې داسې وایې چی زما دا سپی له شریفو افريقایانو څخه بهتر او محترم دی!! هلته د تعصب دا حال دی. اوس چیرته دی د دیموکراسۍ دعوه کوونکي چې دا تعصبي او کرکجنې خبرې ځواب کړي چې تعصب چیرته دی د دیموکراسۍ په غیږ کې او که په مسلمانانو او اسلامی نړۍ کې؟
که چیرته دیموکراسی ته دوی احترام کوی او خلکو ته آزادی ورکوی نو ولی ددوهمی نړیوالی جګری نه راپدیخوا همدا پنځه هیوادونه پرنړی حاکم دی؟!! آیا دا د دیموکراسی اصولو ته سپکاوی ندی؟!!.
بله موضوع چې په دیموکرباسۍ کې یوه له مهمو مسايلو څخه ده هغه د مطبوعاتو آزادی ده، غرب داهم وایې چې په اسلامی نړۍ کې د مطبوعاتو آزادی نشته او دي اصل ته د احترام په سترگه نه کتل کیږی!، پداسې حال کې چې همدا غربیان دي چې په حقایقو سترګی پټوي، او دا هسې تشې د خولې خبرې دي چې په غرب کې د مطبوعاتو آزادي ده. هلته یواځې د مخالفینو په اړه په تبلیغاتو کې آزادی شته؛ مثلا که څوک وغواړي د القاعدي یا مجاهدينو په ضد څه ولیکي هغه کاملا آزاد دی او که د پخواني شوروی اتحاد په ضد چا څه لیکل هغه آزاد و خو د امریکي د جنایاتو ښکاره کول منع دي! د اسراېیلو په اړه د حقایقو منع دي او اجازه ورته نه ورکول کیږی! په عراق او افغانستان کې د امریکایې جګړې پنځه فیصده حقایق هم مطبوعاتو ته نه راویستل کیږې! که څوک ددې حقایقو د ښکاره کولو کوښښ وکړی د هغوی له شدیدو اخطارونو سره مخ کیږې، او که چا سرغړونه وکړه د بدو عواقبو سره به مخ کيږي لکه د الجزیري تلویزیوني شبکې د جګړې یو څه حقایق د نیا ته راویستل چی په نتیجه کې یې د فتر په عراق او افغانستان کې وویشتل شو! څو، څو ځله د هغوی ژورنالستان د زندان تیارو ته و غورځول شول!
په اروپا او امریکي کې د المنار تليويزوني شبکه چې د حزب الله شيعه پلوى گوند پورې اړه لري بنده شوه او څوک یې د لیدلو حق نلري!! دا ځکه چې هغوی خلک د لبنان او فلسطین له حقایقو خبرول. ډیري اسلامي او عربی بریښنا پاڼې په غرب او امریکی کې نه لیدل کیږې او بندی شوي دي، ځکه چې هغوی حقایق خپروي.
د امریکا دولت او خلک پردي ویاړي چې په امریکې کې لس زره تلویزیونی چینلونه دی، په لکونو انټرنټی بریښنا پاڼي دي، په زرګونو راډیو ګانی دی او… خو که څوک مسلسل دا چینلونه، راډیوګانی، او بریښنا پاڼی تعقیب کړي؛ داسې فکر به وکړي چې دا ټول یو رییس د تحریر لری! یعنی دا ټول یوه پالیسي مخ پر وړاندي بيا يې.
دوی د مطبوعاتو پر وسایلو قبضه کړى ده. او څه چې یې زړه وغواړي هغه کوي. حتی تردي چې انټرنټ هم آزاد ندی!، کله چې موږ په انټرنټ کې یوه پاڼه خلاصوو د آدرس له لیکلو وروسته فورآ یو څو انګلیسی حروف لیکل کیږی چی هغه(http) دی، http یو ځانګړی پروتوکول دی چې لومړی د امریکې له دولت څخه اجازه اخلی چی آیا دا هېواد د نټ د استعمالولو اجازه لري او کنه؟ کله چي له هغي لوري اجازه واخلی بیا بریښنا پاڼه خلاصوي! یعنی که د امریکي دولت وغواړی په هر هېواد انټرنټ بندولی شي!
بله مهمه موضوع په جګړې کې د یولړ اصولو درناوی کول دي او هغه اصول چې همدوی خپله وضعه کړي، همدوی يې بیرته د پښو لاندي کوي. مثلا د ۱۹۷۰ کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو لخوا دا میثاق امضاء شوی چې د عامه وژنې د اسلحو له استعمال څخه دې ځان وژغورل شې او د عامه وژنې اسلحي دى بندي شي پداسې حال کې چې؛ څو څو ځله په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د عامه وژنې اسلحي استعمال شوي او مطبوعاتو پرې خبر شوى! چا هم ونه ویل چې دا ولی؟ په افغانستان کې سپین فاسفورس استعمال شوي، د ملګرو ملتونو په شمول چاهم دا ونه ویلي چې دا کار باید ونشي یا امریکا مجرمه ده!. په فلسطین کې پر مکاتبو سپین فاسفورس استعمال شوي! پداسې حال کې چې د جرم نسبت فلسطینیانو ته کيږي دا کوم عقل او منطق دى؟
دیموکراسی، آزادي، د مطبوعاتو خپلواکې او… هسی د مسلمانانو لپاره پلان شوي دسایس دي؛ دا یواځی او یواځې د مسلمانانو د محکومولو لپاره دي او دوی ددي لاري نه خپل شوم اهداف لاسته راوړی. دوی دا هرڅه زموږ د تيرايستول لپاره جوړ کړي هرڅه سمبوليک حيثيت لري.
په پای کې ویلای شو چې د دیموکراسی او نړیوالتوب ناري هسي خبرې او موږ ته تنظیم شوي پلانونه دي دوی غواړي ددی لاري زموږ؛ کلتوري، مذهبي، سیاسي ، ارزښتونه له منځه يوسي.